برتانوي ورځپاڼې تلګراف په خپل تازه راپور کې د افغانو ښځو پر وړاندې د سختو سیاستونو په اړه د طالبانو د چارواکو ترمنځ له ژورو کورنیو اختلافاتو پرده پورته کړې ده. دې ورځپاڼې د طالبانو د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت د یو لوړپوړي چارواکي له قوله لیکلي چې د طالبانو د مشر، ملا هبتالله اخوندزاده ځینې فرمانونه «منطقي» نه دي.
دغه چارواکي چې نوم یې نه دی څرګند شوی ویلي، د طالبانو د مشر ډېری فرمانونه د ښځو محدودولو ته ځانګړي شوي دي او ځینې داسې فرمانونه دي چې ان د طالبانو د نورو چارواکو له نظره هم د زغملو وړ نه دي.
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې څو میاشتې مخکې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال، شیرمحمد عباس ستانکزی، په غیرمستقیم ډول د ملا هبتالله پر سیاستونو انتقاد کړی و او ویلي یې و: «یو رهبر یا چارواکی چې له خپل ولس لرې وي، د خلکو له ملاتړ څخه بې برخې کېږي او حکومت یې دوام نه کوي.»
د طالبانو د دفاع وزارت یو چارواکي هم د دې ډلې د غړیو ترمنځ له زیاتېدونکي نارضایتۍ پرده پورته کړې او ویلي یې دي چې ډېر خلک او ان د طالبانو غړي د دې ډلې د مشر د سختو قوانینو څخه تنګ شوي دي. دغه چارواکي زیاته کړې: «ملا هبتالله د وېرې یو داسې چاپېریال جوړ کړی چې هغه یې له دین سره تړلی، په داسې توګه چې هېڅوک د مخالفت یا نظر ورکولو جرئت نه کوي.»
په راپور کې د طالبانو د لوړپوړو غړو ترمنځ د کورنيو اختلافاتو یادونه شوې ده، او ویل شوي چې د دې ډلې مشر غور ولایت ته په یوه سفر کې له چارواکو غوښتنه کړې وه چې د اختلافاتو له رامنځته کولو څخه ډډه وکړي؛ خو له دې سره سره د کورني نارضایتۍ او ژورو اختلافاتو په اړه د پرلهپسې راپورونو خپرېدل د طالبانو په رهبرۍ کې د مشروعیت او یووالي د بحران څرګندونه کوي.
په همدې حال کې افغانې ښځې ټینګار کوي چې دا کړکېج د دوی د ژوند په شرایطو هېڅ اغېز نه لري. دوی لا هم د طالبانو د سختو سیاستونو قرباني دي او هغه ښځې چې د طالبانو له قوانینو سرغړونه وکړي په دوامداره توګه نیول کېږي او زندان ته لېږدول کیږي.