د کابل او اسلام‌آباد ترمنځ د اړیکو رغولو لپاره د چین نوې هڅې

جعفر فیصل

طرز پرس

4 قوس 1403

GdENoruXkAAj8LW.jpg

د کابل او اسلام اباد ترمنځ د سیاسي ناندرۍ په اوج کې، افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي، پاکستان ته د خپل وروستي سفر په اړه طالبانو ته معلومات ورکړي؛ خو د ارګ په خبرپاڼه کې د دغو معلوماتو په اړه دقیق جزییات نه دي خپاره شوي.

د طالبانو د ارګ پاڼه د «شنبې په ورځ د لیندۍ۳مه،» ولیکل چې افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي یوشیایونګ د طالبانو د لومړي وزیر سیاسي مرستیال، عبدالکبیر سره کتلي او د افغانستان، پاکستان او چین ترمنځ د اړیکو د ښه کولو او تفاهم په برخه کې یې ټینګار کړی دی.

د خبرپاڼې له مخې، د رياست الوزراء سياسي مرستيال عبدالکبیر هم ټولو ګاونډیانو او نړیوالو ته ډاډ ورکړی، چې له افغانستان څخه به هیچا ته ګواښ پېښ نه شي. ښاغلي کبیر ويلي: «طالبانو خپله دغه ژمنه په تېرو دریو کالو کې په عمل کې هم ثابته کړې ده.»
د ارګ د خبرپاڼې له مخې، د طالبانو سياسي مرستيال همداراز ټينګار کړی چې په سیمه کې د ثبات د ټینګښت لپاره، سیمه ییزو همکاریو ته اړتیا ده.

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو کې د کابل او اسلام اباد ترمنځ تر بل هر وخت سیاسي ناندرۍ زیاتې شوي دي. چین د طالبانو او پاکستان ترمنځ د اړیکو د ښه کولو لپاره هڅې کوي او دا هڅې د چین هېواد د هغې ستراتیژۍ برخه ده چې غواړي په سیمه کې خپل اقتصادي او سیاسي نفوذ پراخ کړي.