د سرګي شویګو او طالبانو لیدنه: د روسیې او افغانستان ترمنځ د سیاسي تعاملاتو نوی ګام

طرز پرس

5 قوس 1403

GdPFnYLbIAAgmql.jpg

د روسیې د فدراسیون د امنیت شورا عمومي منشي، سرګي شویګو، نن په کابل کې د طالبانو له چارواکو سره وکتل. دا لیدنه د طالبانو له لوړپوړو امنیتي او سیاسي چارواکو سره وشوه او پر امنیتي او سیاسي موضوعاتو سربېره، د سیمې پر وضعیت متمرکزه وه.

د طرز پرس په رپوټ، د طالبانو د ارګ پاڼه په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دواړو خواوو د ګډو امنیتي ننګونو، سیاسي اړیکو او سوداګرۍ په اړه خبرې کړې دي. سرګي شویګو ټینګار کړی چې د سیمې د ثبات لپاره د کابل او مسکو ترمنځ نږدې همکاري اړینه ده. د ارګ خبرپاڼه وايي چې نوموړي همداراز په اقتصادي او امنیتي برخو کې د اړیکو د پراخولو هیله کړې او زیاته کړې یې ده: «زموږ هېواد غواړي چې افغانستان د شانګهای سازمان د څارونکي غړي په توګه خپل ځای بېرته ترلاسه کړي.»

د طالبانو ارګ پاڼه د نوموړي له قوله لیکلي: روسیه چمتو ده چې په افغانستان کې د ریل پټلۍ، ترانسپورت، صنعت، کرنې، برېښنا او کانونو په برخو کې د بیا رغونې پروژې پیل کړي. د روسیې دغه چارواکي همداراز ويلي: «په افغانستان کې سیاسي او امنیتي پرمختګونه د دې سبب شوې چې روسي پانګه‌وال دلته د پانګونې لپاره لیوالتیا ولري.»

د روسیې او طالبانو ترمنځ دا لیدنه په داسې وخت کې ترسره کېږي چې نړیواله فضا په اوکراین او لبنان کې د بې‌سارو خونړیو بریدونو له کبله له اندېښنو ډکه شوې. همداراز، نړیواله ټولنه په افغانستان کې د ترهګریزو ډلو د شتون له کبله هم جدي اندېښنې لري.