د سویلي کالیفورنیا پوهنتون محصلینو د افترشاک ۲ (Aftershock II) توغندي په توغولو سره د اماتور توغندیو په برخه کې نوی نړیوال ریکارډ ثبت کړ.
دغه توغندی تېره میاشت ۴۷۰ زره فوټه (۱۴۳,۲۵۰ متره) لوړوالي ته ورسېد او د اماتور توغندیو تر ټولو چټک او لوړ توغندي په توګه وستایل شو. دې لاسته راوړنې د ۲۰۰۴ کال پخوانی ریکارډ، چې ۱۱۵.۸۲ کیلومتره لوړوالی و، مات کړ. د زده کوونکو په لاس جوړ شوی «افترشاک۲» تر ټولو ځواکمن او پرمختللې ډیزاین سره، د توغندیو په ټکنالوژۍ کې مهم ګام پورته کړ.
دغه توغندی د اکتوبر په ۲۴مه د نیواډا په بلک راک دښته کې په بریالیتوب سره وتوغول شو. د امريکايي محصلینو په لاس جوړ شوی دا توغندی چې اوږدوالی یې ۴ متره او وزن یې ۱۵۰ کیلوګرامه دی، ۵۷۹۷ کیلومتره په ساعت کې چټک سرعت لري. نورې ځانګړتیاوې او پرمختګونه لکه ټایټانیوم او پرمختللی حرارتي سیستم د مافوق صوت سرعتونو په وړاندې یې مقاومت تضمین کړ.
دغه پروژه د سویلي کالیفورنیا پوهنتون د توغندیو د پرمختګ د لابراتوار له خوا مدیریت شوې، چې په ۲۰۱۹ کال کې یې د زده کوونکو لومړی توغندی فضا ته توغولی و، او د فضایي انجینرۍ د پرمختګ لپاره د زده کوونکو لپاره روښانه راتلونکی وړاندې کړ.