د بغلان په نهرین ولسوالۍ کې ۱۱ کسان وژل شوي دي

طرز پرس

2 قوس 1403

2276636_0_19_1000_582_1920x0_80_0_0_d54405d911025a4f88c8b495e774d5b7.png

ځایي سرچینې وايي چې تېره شپه د بغلان په نهرین ولسوالۍ کې یوولس کسان د نامعلومو وسله‌والو لخوا په ډزو وژل شوي دي.
ځینې باخبرې سرچینې وایي چې دغه کسان د بې غږ وسلو پر مټ په نښه شوي او د دوی په ټټر او تندي کې د ګولۍ نښې لیدل شوې دي. ویل کېږي چې دا یولس کسان د تصوف لارويان وو او تېره شپه د نهرین ولسوالۍ د زاړه ښار په سید پاچا زیارت کې د «ذکر» پر مهال په ډزو وژل شوي دي.
د دې برید مسئولیت تر دې دمه چا نه دی منلی، او طالبانو هم په دې اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.