" >

تازه خبرونه

maxresdefault.jpg

له پنجشیر او بغلان ولایتونو څخه د طالبانو لیکو ته د سرتېرو جلب او جذب

طالبانو اعلان کړی چې د پنجشیر او بغلان ولایتونو له بېلابېلو ولسوالیو څخه د خپل د اردو لیکو ته ۳۴۰ تنه ځوانان په فوق العاده توګه جذب کړي دي.  طرز پرس- د طالبانو دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغه ځوانان د مسلکي نظامي زده‌کړو لپاره د «حضرت عبدالله بن مسعود جګړه‌ییزو ګډو زده‌کړو قومندانۍ» ته معرفي شوي دي.
Pak-Army-FactFile.jpg

ټي‌ټي‌پي یو پاکستاني پولیس افسر تښتولی دی

تحریک طالبان پاکستاني (ټي ټي پي) اعلان کړی چې دوی نن په خیبر پښتونخوا کې یو پاکستاني پولیس افسر تښتولی دی. طرز پرس - تحریک طالبان پاکستاني نن جمعه، د وږي ۱۶مه، یو انځور خپور کړی او ادعا یې کړې چې د دوی جنګیالیو د خیبر پښتونخوا په بنو سیمه کې یو پولیس افسر تښتولی دی.
OIP (8).jpeg

خیبر پښتونخوا کې د پاکستاني پوځ پر یو مرکز ځانمرګی ډله ییز برید شوی

د پاکستان امنیتي سرچینو خبر ورکړی چې نن سهار په خیبر پښتونخوا کې د پاکستاني پوځیانو پر یو مرکز ځانمرګی ډله ييز برید شوی او دا برید لاهم روانه ده. طرز پرس- د پاکستان پولیسو په یوه اعلامیه کې ویلي چې ځانمرګو بریدګرو نن د جمعې ورځ، د وږي ۱۶مه نېټه، د خیبر پښتونخوا ایالت په مهمند سیمه کې د غلنۍ پر پوځي مرکز باندې برید کړی دی.
71b806d6-cd59-4d4d-b99f-e000c4a9def2.jpeg

سراج الدین حقاني: څوک مو غلط استعمال نه کړي

د طالبانو یو لوړ پوړی چارواکی خلکو ته په خطاب کې ويلي چې له خپل منځي اختلافاتو ډډه وکړي او هڅه دې وکړي چې څوک یې غلط استعمال نه کړي.  طرز پرس- دا څرګندونې د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني نن پنجشنبه د وږي په ۱۵مه، د کابل ښار په یوولسمې امنيتي حوزه کې د عبدالمنان په نوم د یوه جوړ شوي جومات د پرانېستې غونډه کې وکړې.
OIP (6).jpeg

د سپاه پاسداران یو چارواکی: اسرائیل دې د ایران د ځواب په تمه وي

د سپاه پاسداران یوه لوړپوړي چارواکي ویلي چې اسرائیل باید د ایران ځواب ته په تمه ووسي، خو د دې ځواب دقیق وخت به د ایران مشرانو او د وسلوالو ځواکونو چارواکو لخوا وټاکل شي.
OIP (3).jpeg

قرغیزستان د طالبانو نوم د ترهګریزو ډلو له نوملړ څخه لرې کړ

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی چې د قرغیزستان حکومت د دې ډلې نوم د « ترهګریزو ډلو» له نوملړ څخه لرې کړی او دا اقدام د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره د «طالبانو» د تفاهم او تعامل اړتیا ښیي.
012.jpeg

یوناما افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته راپور ورکوي

یوناما، یا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ، وایي چې د هېواد په اړه به خپل وروستی درې میاشتینی راپور د ملګرو ملتونو د امنیت شورا سره شریک کړي.
63531009-65a8-4283-9598-783441529617.jpeg

د اوزبیکستان د استخباراتو رئیس: افغان شریکان باید داعش پر وړاندې مبارزه کې یوازې پرې نښودل شي

د اوزبیکستان جګپوړي چارواکي وایي چې د طالبانو حکومت خپل تر وس د نړیوال تروریزم پر وړاندې مبارزه کوي او د طالبانو استخباراتي ځواکونه د داعش پر وړاندې په لومړۍ کرښه کې جنګیږي.
۰۰۰۰۲ی۳۴۵۶۷.jpg

یو شمېر افغان کډوال؛ جرمني دې د افغانان بېرته ستنولو پرېکړې ته بیا کتنه وکړي

په اروپایي هېوادونو کې یو شمیر مېشت افغانان وایي، جرمني دې له افغانانو سره د نړیوالو قوانینو په رڼا کې چلند وکړي، په خپل هېواد کې دې سرغړونکو ته سزا ورکړي او خپلې هغې پرېکړې ته دې بیا کتنه وکړي چې غواړي بېرته یې خپل هېواد ته واستوي.
۲۰۲۱۰۵۳۱_۲۱۴۱۰۳-770x459.jpg

پر طالبانو نقد کوونکې فوزیه کوفي هم د داعش پرونۍ بريد غندلې ده

په کابل کې د داعش خونړۍ برید ګن غبرګونونه پارولي دي او د طالبانو د سیاستونو نقد کوونکې او د افغانستان د پخواني جمهوري دولت د پارلمان غړې فوزيه کوفي هم دغه بريد غندلې ده.