د سپاه پاسداران یو چارواکی: اسرائیل دې د ایران د ځواب په تمه وي

طرز پرس

15 سنبله 1403

OIP (6).jpeg

د سپاه پاسداران یوه لوړپوړي چارواکي ویلي چې اسرائیل باید د ایران ځواب ته په تمه ووسي، خو د دې ځواب دقیق وخت به د ایران مشرانو او د وسلوالو ځواکونو چارواکو لخوا وټاکل شي.
طرز پرس - د ایران رسنیو د دې هېواد د وسله‌والو ځواکونو د همغږي مرستیال علي عبدالهی په حواله راپور ورکړی چې دغه ځواب به ډېر "سخت" وي. د ایراني رسنیو د راپورونو  پر بنسټ، علي عبدالهی ویلي چې «د هنیه د ترور سخت ځواب به ورکړو، خو د ځواب وخت به د ایران مشران او د وسلوالو ځواکونو چارواکي و ټاکي.»
دا په داسې حال کې ده چې په تهران کې د هنیه تر وژل کېدو وروسته د ایران چارواکو څو ځله د اسرائیل پر وړاندې له غچ اخیستونکي بریدونو خبرداری ورکړی، خو امریکا ویلي چې دا برید به تر اسراییل، ایران ته ډېرې بدې پایلې ولري.