ټي‌ټي‌پي یو پاکستاني پولیس افسر تښتولی دی

طرز پرس

16 سنبله 1403

Pak-Army-FactFile.jpg

تحریک طالبان پاکستاني (ټي ټي پي) اعلان کړی چې دوی نن په خیبر پښتونخوا کې یو پاکستاني پولیس افسر تښتولی دی.
طرز پرس - تحریک طالبان پاکستاني نن جمعه، د وږي ۱۶مه، یو انځور خپور کړی او ادعا یې کړې چې د دوی جنګیالیو د خیبر پښتونخوا په بنو سیمه کې یو پولیس افسر تښتولی دی. د ټي‌ټي‌پي حافظ ګل بهادر څانګې د دې پولیس افسر هویت «سخی زمان» ښودلی او ویلي یې دي چې هغه د بکاخېل سیمه کې د پولیسو سیمه ییز مسوول و.
تر اوسه د پاکستاني چارواکو له لوري په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښودل شوی. دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د پاکستان حکومت پر ضد د وسله والو جنګیالیو بریدونه ډېرې شوې دي. تازه نن سهار هم تحریک طالبان پاکستان په خیبر پښتونخوا کې پر یوه پوځي مرکز د ډله‌ییزې ځانمرګې حملې مسوولیت پر غاړه واخیست.
اسوشیټیډ پرس د پنجشنبې په ورځ د پاکستان د پوځ ویاند احمد شریف چودري له قوله راپور ورکړ چې پاکستان هره ورځ د وسله‌والو پر ضد ۱۳۰ پوځي عملیات ترسره کوي. د اسوشیټیډ پرس د راپور له مخې، یوازې په تېره میاشت کې د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې د مخالفینو پر ضد ۴۲۱۰ عملیات ترسره شوي دي.