طالبانو اعلان کړی چې د پنجشیر او بغلان ولایتونو له بېلابېلو ولسوالیو څخه د خپل د اردو لیکو ته ۳۴۰ تنه ځوانان په فوق العاده توګه جذب کړي دي.
طرز پرس- د طالبانو دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغه ځوانان د مسلکي نظامي زدهکړو لپاره د «حضرت عبدالله بن مسعود جګړهییزو ګډو زدهکړو قومندانۍ» ته معرفي شوي دي. طالبانو په مشخص ډول نه دي ويلي چې دغه ځوانان تر مسلکي زده کړو وروسته د افغانستان په کومو ولایتونو او په کومو برخوکې به په دندو وګمارل شي؛ خو خبرپاڼه د طالبانو د پوځ لوی درستیز فصیحالدین فطرت په حواله ليکلي چې دغو ځوانانو ته یې په خطاب کې یوې غونډې ته د وینا پرمهال ټينګار کړی، چې د «ژبې، قوم او سمت په نامه د اختلاف جوړونکو خلکو لاسونه ورته ور لنډ کړي.» په خبرپاڼه کې د طالبانو د لوی درستیز په حواله زیاته شوې: «څوک چې په یوه ټولنه کې د ظالم په وړاندې ودریږي هغو د ټولنې اتلان یادیږي»
د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې هم طالبانو خپل د اردو په لیکو کې د جلب او جذب راپورونه ورکړي وو؛ خو دا لومړی ځل دی چې طالبان په مشخص ډول له پنحشیر او بغلان ولایتونو څخه خپل د اردو لیکو ته ځوانان جذبوي.
له پنجشیر او بغلان ولایتونو څخه د طالبانو لیکو ته د سرتېرو جلب او جذب
طرز پرس
18 سنبله 1403