قرغیزستان د طالبانو نوم د ترهګریزو ډلو له نوملړ څخه لرې کړ

طرز پرس

15 سنبله 1403

OIP (3).jpeg

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی چې د قرغیزستان حکومت د دې ډلې نوم د « ترهګریزو ډلو» له نوملړ څخه لرې کړی او دا اقدام له «طالبانو» سره د سیمې او نړۍ هېوادونو د تفاهم او تعامل اړتیا ښیي.
طرز پرس - د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند، عبدالقهار بلخي د پنجشنبې په ورځ، د وږي ۱۵مه، په خپله ایکس پاڼه کې لیکلي چې « د ممنوعه ډلو له لیست څخه د طالبانو د نوم لرې کول د ستاینې وړ اقدام دی.» د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي چې «دا اقدام بې له شکه له طالبانو سره د سیمې او نړۍ هېوادونو د تفاهم او تعامل اړتیا په ډاګه کوي.» د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند همدارنګه زیاته کړې چې دا اقدام به له نورو هېوادونو سره د طالبانو د تعامل پر وړاندې خنډونه لرې کړي.
دا په داسې حال کې ده چې قرغیزستان تر اوسه طالبان په رسمیت نه دي پېژندلي، خو په تېرو درېو کلونوکې یې هڅه کړې چې د نورو ګاونډیو هېوادونو په څېر له طالبانو سره نږدې سوداګریز او ډیپلوماتیک اړیکې جوړې کړي.