یوناما، یا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ وایي چې د هېواد په اړه به خپل وروستی درې میاشتینی راپور د ملګرو ملتونو د امنیت شورا سره شریک کړي.
طرز پرس- دغه څرګندونې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ مشرې رزا اوتونبایوا، د طالبانو د لومړي وزیر سیاسي مرستیال سره په کابل کې د لیدنې پر مهال کړې دي. د طالبانو ارګ پاڼې د چهارشنبې په ورځ، د وږي ۱۴مه، خبر ورکړی چې د لومړي وزیر سیاسي مرستیال عبدالکبیر له مېرمن رزا اوتونبایوا سره کتلي دي. د ارګ لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې مېرمن رزا اوتونبایوا به د افغانستان په اړه خپل راپور د ملګرو ملتونو شورا سره شریک کړي، خو د دې راپور جزئیاتو په اړه څه نه دي ویل شوي. تر دې مخکې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د استازولۍ مشرې رزا اوتونبایوا د افغان ښځو پر وړاندې د طالبانو له لوري پر سختو بندیزونو او په ځانګړې توګه د ښځو پر وړاندې د امر بالمعروف قانون په اړه یې سختې نیوکې کړې وې. د ارګ خبرپاڼه د مولوي عبدالکبیر له خولې لیکلي چې نوموړي د کوکنارو د کښت د له منځه وړلو لپاره ټینګار کړی او ویلي یې دي چې د مخدره موادو په وړاندې مبارزه کې د طالبانو دريځ روښانه دی.
یوناما افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته راپور ورکوي
طرز پرس
14 سنبله 1403