خیبر پښتونخوا کې د پاکستاني پوځ پر یو مرکز ځانمرګی ډله ییز برید شوی

طرز پرس

16 سنبله 1403

OIP (8).jpeg

د پاکستان امنیتي سرچینو خبر ورکړی چې نن سهار په خیبر پښتونخوا کې د پاکستاني پوځیانو پر یو مرکز ځانمرګی ډله ييز برید شوی او دا برید لاهم روانه ده.
طرز پرس- د پاکستان پولیسو په یوه اعلامیه کې ویلي چې ځانمرګو بریدګرو نن د جمعې ورځ، د وږي ۱۶مه نېټه، د خیبر پښتونخوا ایالت په مهمند سیمه کې د غلنۍ پر پوځي مرکز باندې برید کړی دی. په اعلامیه کې راغلي چې دغه یرغل لا هم مهار شوی نه دی. په اعلامیه کې دا نه دي ویل شوي چې بریدګر څو کسان دي او د برید له امله د اوښتو تلفاتو په اړه هم جزییات نه دي ورکړل شوي.
تحریک طالبان پاکستاني «ټي ټي پي» ويلي چې دا برید د دوی کار دی.