سراج الدین حقاني: څوک مو غلط استعمال نه کړي

طرز پرس

15 سنبله 1403

71b806d6-cd59-4d4d-b99f-e000c4a9def2.jpeg

د طالبانو یو لوړ پوړی چارواکی خلکو ته په خطاب کې ويلي چې له خپل منځي اختلافاتو ډډه وکړي او هڅه دې وکړي چې څوک یې غلط استعمال نه کړي. 
طرز پرس- دا څرګندونې د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني نن پنجشنبه د وږي په ۱۵مه، د کابل ښار په یوولسمې امنيتي حوزه کې د عبدالمنان په نوم د یوه جوړ شوي جومات د پرانېستې غونډه کې مطرح کړې. سراج الدین حقاني په دغه جومات کې حاضرينو ته ويلي چې له هر ډول اختلافاتو څخه ډډه وکړي او هڅه دې وکړي چې «څوک یې استعمال نه کړي.» 
تر دې مخکې طالبانو د خپلمنځي اختلافاتو په اړه اندېښنه ښودلې وه او نن هم د طالبانو دغه لوړ پوړي چارواکي له ورته اختلافاتو پر ځان ساتلو ټینګار وکړ؛ خو دا لومړی ځل دی چې طالب مشران د دغې ډلې پر وړاندې د خلکو د احتمالي استعمال په اړه اندېښنه ښیې.
طالبانو ترمنځ د خپلمنځي اختلافاتو په اړه دا اندېښنه یوازې د وزيرانو ترکچې نه ده، بلکه د دغې ډلې مشر ملا هیبت الله هم څو مودې وړاندې له هر ډول اختلافاتو پر ډډه کولو ټینګار وکړ او وويل حاضر دی، چې خپله د مشرۍ له څوکۍ تېر شي؛ خو اختلافات زغملی نه شي.