په کابل کې د داعش خونړۍ برید ګن غبرګونونه پارولي دي او د طالبانو د سیاستونو نقد کوونکې او د افغانستان د پخواني جمهوري دولت د پارلمان غړې فوزيه کوفي هم دغه بريد غندلې ده.
طرز پرس - فوزیه کوفي په خپله ایکس پاڼه کې لیکلي دي چې واکمنه ډله د خپلو ادعاوو پر خلاف د خلکو د ژوند او مال په ساتنه کې پاتې راغلې ده. هغې زیاته کړه: «هغه کسان چې په تیرو کلونو کې یې بې ګناه او ملکي خلک په نښه کول، هغوی هم دا برید غندلی دی.» مېرمن کوفي همداراز ويلي چې د کابل په چاودنه کې هغه بې ګناه خلک قربانیان شوي چې کلونه کلونه د واک لپاره د جګړې قربانیان وو.
په ورته وخت کې د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزي هم په خپله ایکسپاڼه کې دا برید غندلی او د قربانیانو له کورنیو سره یې خواخوږي ښودلې ده. په همدې حال کې په افغانستان کې د بريتانیې د سفارت شارژدافیر رابرټ ډیکسون هم د داعش ځانمرګی بريد «یو وحشتناک ترهګريز بريد» بللى او ويلي يې دي، چې دولت یې ترهګري په ټولو بڼو غندي. د داعش وسله والې ډلې دا خونړی برید په داسې حال کې شوی چې طالب چارواکو تل په افغانستان کې د امنیت د ټینګښت خبره کړې او خلکو ته یې پهدې اړه ډاډ ورکړی دی. د امنیتي مسایلو مبصرين په دې باور دي چې په افغانستان کې د داعش وسله والې ډلې د بريدونو زیاتوالی د طالبانو هغه ادعا سخت تر پوښتنې لاندې راوستی چې ويلي، داعش یې په افغانستان کې ختم کړی دی.
پر طالبانو نقد کوونکې فوزیه کوفي هم د داعش پرونۍ بريد غندلې ده
طرز پرس
13 سنبله 1403