د کانونو او پټرولیم وزارت چارواکي وايي چې سبا "چهارشنبه - د وږي ۲۱مه" د تاپي پروژې کار به د طالبان او ترکمنستان د لوړ پوړو چارواکو په حضور کې په هرات ولایت کې پرانستل شي.
طرز پرس - د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند، همایون افغان وايي چې د تاپي پروژې د پیل لپاره ټول چمتووالی نیول شوی دی، او د دې پروژې د عملي کار له پیل سره به زرګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شي.