د کانونو او پټرولیم وزارت چارواکي وايي چې سبا "چهارشنبه - د وږي ۲۱مه" د تاپي پروژې کار به د طالبان او ترکمنستان د لوړ پوړو چارواکو په حضور کې په هرات ولایت کې پرانستل شي.
طرز پرس - د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند، همایون افغان وايي چې د تاپي پروژې د پیل لپاره ټول چمتووالی نیول شوی دی، او د دې پروژې د عملي کار له پیل سره به زرګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شي. د افغان په وینا، د دې پروژې تر پای ته رسېدو وروسته به افغانستان ارزانه او دوامداره برېښنا ترلاسه کړي. د کانونو او پټرولیم وزارت چارواکي زیاتوي چې د دې سترې اقتصادي پروژې په بشپړېدو سره به افغانستان هر کال ۴۰۰ میلیونه ډالره عاید هم ترلاسه کولی شي.
دا په داسې حال کې ده چې د تاپي پروژې هوکړه لیک د ۱۳۹۴ کال د غبرګولي په میاشت کې د افغانستان، ترکمنستان، پاکستان او هند مشرانو ترمنځ لاسلیک شوی و؛ خو د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته د ترکمنستان د ګازو د نل لیکې د لېږد پروژې کار د ۱۳۹۶ کال د حوت په میاشت کې د هغه وخت ولسمشر اشرف غني په دوران کې پرانستل شو.
دا پروژه لږ تر لږه ۸۱۶ کیلومتره د افغانستان له خاورې تېرېږي او هر کال د ۳۳ میلیارده متر مکعب ګازو د لېږد وړتیا لري. د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت هم په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې سبا چهارشنبه به یوازې په هرات کې عمومي رخصتي وي. په دې خبرپاڼه کې ویل شوي چې ټاپي پروژه به د افغانستان او ترکمنستان د چارواکو په حضور کې په هرات کې پرانستل شي.
سبا په افغانستان کې د تاپي پروژې کار پیليږي
ترانه سپاهي
طرز پرس
20 سنبله 1403