د طالبانو د برېښنا وزارت سلاکار فاروق اعظم د دغې ډلې د رهبرۍ لخوا د ښځو پر وړاندې د اعمال شويو بندیزونو په غبرګون کې وايي چې سل کاله هم تېر شي، طالبان به په رسمیت ونه پېژندل شي.
طرز پرس- د فاروق اعظم لخوا دغه څرګندونې چې د وېډيو په بڼه په خواله رسنیو کې خپره شوې، له تود هرکلي سره مخ او خلکو پرې ډېرې تبصرې هم کړي دي. نوموړي په خپلو خبروکې ټينګار کوي: «نړيوال هغه نظام په رسميت نه پېژني، چې د ښځو حقونه غصبوي او ښځو ته په سپکه ګوري.»
د طالبانو دغه چارواکی که څه هم د کوم هېواد نوم نه اخلي؛ خو د دغې ډلې په رهبرۍ کې د یو شمېر هېوادونو استخباراتي نفوذ ته په اشارې سره وايي: «یو پټ لاس سته، هر کله چې نړۍ غواړي موږ په رسمیت وپیژني دا پټ لاس دا ټوله لوبه ګډوډه کړي.»
نوموړي د طالبانو د امر بالمعروف وزارت قانون د حنفي مذهب خلاف بللی او ويلي يې دي چې د دې قانون په ځينو مادو کې داسې مسایل ذکر شوي دي چې د هغې د حل لاره، پخپله غیر شرعي ده.
دا په داسې حال کې ده چې امر بالمعروف وزارت لخوا نافذ شوی قانون په کور دننه او بهر کې پراخ غبرګونونه پارولي دي او څو ورځې مخکې د ملګرو ملتونو امنیت شورا سازمان هم له طالبانو وغوښت چې دغه قانون ډېر ژر باید لغوه کړي.