ذبیح‌الله مجاهد: زموږ حکومت کاملاً ټول‌ګډونه دی

طرز پرس

22 سنبله 1403

OIP (2).jpeg

ذبیح‌الله مجاهد ادعا کړې چې د طالبانو حکومت په بشپړ ډول ټول‌ګډونه دی او په اوسني جوړښت کې د ټولو قومونو په ګډون هزاره، بلوڅ، ترکمن، ازبک، تاجک، پښتون، نورستاني او نور قومونه شتون لري.
طرز پرس - د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد، دا څرګندونې له یوې ایراني رسنۍ سره په مرکه کې کړي دي. نوموړي په همدې تړاو د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: «که د ټول‌ګډون مطلب دا وي چې په حکومت کې ټول قومونه شتون ولري، نو همدا اوس دا کار شوی او هزاره، بلوڅ، ترکمن، ازبک، تاجک، پښتون، نورستاني او نور پکې حضور لري.» د طالبانو ویاند زیاته کړه که د «ټول‌ګډون حکومت» څخه مطلب سیاسي ګوندونو ته برخه ورکول وي، نو د ده په وینا، ځواب یې څرګند دی: «ځکه د افغانستان خلک د سیاسي ګوندونو له فعالیتونو کلونه کلونه کړېدلي او د سیاسي بې‌ثباتۍ او له غربي هیوادونو سره د همکارۍ تجربه یې درلوده، چې لامیل یې د ډېرو ګوندونو موجودیت وو.» ذبیح‌الله مجاهد په دې مرکه کې همداراز ادعا وکړه چې د پخواني حکومت شاوخوا ۸۰ سلنه کارکوونکي د طالبانو په اوسني حکومت کې په دندو بوخت دي. د هغه په وینا، د پخواني حکومت ډېری متخصصین اوس هم د طالبانو له حکومت سره کار کوي او د خپلو امتیازاتو او تنخاګانو په ترلاسه کولو سره د حکومت چارې پر مخ وړي.