د طالبانو د عدلیې وزارت ادعا کړې چې د ۶۵ زرو جریبو دولتي ځمکو له غصب یې مخنیوی کړی دی. دې وزارت په خپله فیسبوک پاڼه کې ویلي چې د ځمکو له غصب د مخنیوي تخنیکي هیئتونو په تېره یوه میاشت کې له ارزونې وروسته، تر ۶۵ زره او ۲۲۹ جریبه ځمکه دولتي تثبیت کړې ده.
د یاد وزارت په وینا، یادې ځمکې د کندز، جوزجان، تخار، غزني، غور، پکتیا، خوست، زابل، میدان وردګ، بامیان او پنجشېر په ولایتونو کې بیرته ترلاسه شوې دي. د خبرپاڼې پر بنسټ، په تېره یوه میاشت کې تر ټولو ډېرې ځمکې په غزني ولایت کې استرداد شوې دي چې شمېر یې ۱۳ زره او ۲۸۵ جریبو ته رسېږي.
د دولتي ځمکو غصب په افغانستان کې نوې خبره نه ده. پخواني چارواکي، د ګوندونو مشران، سیمهییز قوماندانان او قومي زورواکان په ځلونو د دولتي ځمکو او جایدادونو په غصب تورن شوي دي.