د امریکا په لوس انجلس کې د وژونکو اورونو په اړه تازه څېړنې

حامیه نادري

طرز پرس

25 جدی 1403

Gg1IpP9WQAAsVVi.jpeg

د امریکا په لوس انجلس کې وروستۍ وژونکې اور اخیستنې چې د ۱۲ زرو څخه زیات ودانۍ یې سوځولي او لږ تر لږه ۲۴ کسان یې وژلي دي، د نړیوالو پام یې ځانته اړولی دی.

د واشنګټن پوسټ څېړنې ښیي چې د نوي کال شپې اور لوبې ښایي د دې اور اخیستنې اصلي عامل وي. دغه ورځپاڼه د ټولنیزو شبکو څخه د اخیستل شویو انځورونو او ویډیوګانو او د میداني څیړنو پر مټ لیکلي چې د لوس انجلس لومړنۍ اور اخیستنې د نوي کال په شپوکې د اور لوبې ځای ته نږدې پیل شوي دي.

همداراز، د لوس انجلس تایمز رسنۍ هم د زیانمنو بریښنا لاینونو او پخوانیو اورونو دقیق تحلیل کړی او احتمال یې ښودلی چې د بریښنا د ستنو تخنیکي ستونزې او د پخوانیو اورونو پاتې شوې ځلې د نوي اورونو د پیښېدو لامل شوي وي. بل پلو راپورونه په ډاګه کوي چې په همدې اړه یو شکمن کس نیول شوی دی، خو تر دې دمه په اړه یې نور معلومات نه دي خپاره شوي.

دواړه رسنۍ لا هم د دې اورونو دقیق لاملونه نه دي بیان کړي، او چارواکو ویلي چې د اورونو دقیق لاملونه باید د مفصلو تحقیقاتو له لارې معلوم شي. په ورته وخت کې، مسئولینو اعلان کړی دی چې وچ جغرافيايي موقعیت او د بادونو موجودیت د اورونو د ګړندۍ پراختیا اصلي لاملونه دي.