انور الحق کاکړ: له تروریزم سره مبارزه کوو، که یوه پېړۍ وخت هم ونیسي

طرز پرس

25 جدی 1403

WhatsApp Image 2025-01-14 at 14.15.11_574d21d3.jpg

د پاکستان پخواني لومړي وزیر انورالحق کاکړ ویلي، د ناټو او امریکا هغه پوځي تجهیزات چې په افغانستان کې پاتې شوي وو، اوس د پاکستاني طالبانو لاس ته لوېدلي دي. نوموړي زیاته کړې چې دغه وسلې د پاکستان او سیمې لپاره امنیت لپاره یو بالقوه ګواښ جوړ شوی دی.

انورالحق کاکړ دغه څرګندونې د پاکستان د ملي امنیت د منشور په کنفرانس کې وکړې. هغه وویل چې دغه پوځي تجهیزات د تروریزم په وده کې ډېره مرسته کړې ده.

د پاکستاني رسنیو پر بنسټ، کاکړ زیاته کړه چې پاکستاني ترهګر له ۲۰۱۴ م کال راهیسې په افغانستان کې روزل شوي او اوس له فرصته په ګټې اخیستنې د پاکستان پر وړاندې بریدونه ترسره کوي. هغه زیاته کړه: «موږ نشو کولی لکه څنګه چې امریکایانو افغانستان پرېښود، دغه سیمه پرېږدو. که د تروریزم پر وړاندې مبارزه یوه پېړۍ هم ونیسي، پاکستان به یې ترسره کړي.»

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې په افغانستان کې واکمن طالبان د پاکستاني طالبانو سره هر ډول همکاري ردوي او د پاکستان امنیتي ستونزې یې د هغه هېواد کورنۍ ستونزه بللې ده.