د جنوبي کوریا ولسمشر د نظامي حکومت د اعلان په تور محاکمه کیږي

طرز پرس

25 جدی 1403

1163414_6685124_keu_akhbar.webp
رویټرز خبر ورکړی چې نن د سې شنبې په ورځ د جنوبي کوریا ولسمشر یون سوک یول، محاکمه پیل شوې ده.
خو تمه نه کیږي چې هغه به د خپلې محاکمې لپاره حاضر شي. د جنوبي کوریا د اساسي قانون له مخې، د محاکمې راتلونکې غونډه د همدې اونۍ د پنجشنبې په ورځ پلان شوې ده.
یون سوک یول د لنډمهاله نظامي حکومت د اعلان په تور استیضاح شوی دی. په ورته وخت کې، د نوموړي د نیولو لپاره ډېرې هڅې شوي دي خو تر اوسه کومه نتیجه یې نه ده ورکړې.