د متحده ایالاتو ولسمشر، جوبایډن له روسیې سره د ایران نږدې اړیکو ته اشاره کړې او ویلي چې د «استبدادي حکومتونو» نږدې کېدل د هغوی د کمزورۍ نښې دي.
نوموړي د اکتوبر په اوومه نېټه د حماس بریدونو یادونه وکړه او ویې ویل: «ایران ته وګورئ؛ ایا فکر مو کاوه چې اسلامي جمهوریت به دې وضعیت ته ورسیږي؟» بایډن همدارنګه د ایران او روسیې ناکامۍ ته په اشارې سره وویل چې دوی ونشوای کولی خپل نږدې متحد بشار اسد، په واک کې وساتي. بایډن په دوام کې ټینګار وکړ چې د «استبدادي هېوادونو» نږدېوالی د دوی د کمزورۍ او ماتې څرګندونه کوي.