واشنګټن، متحده ایالات – د امريکا د کانګرس غړې، آنا پائولینا لونا، د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته د امریکا د نغدي مرستو په اړه په سختو الفاظو نیوکه کړې او ټینګار یې کړی چې «د مالیه ورکوونکو یو ډالر هم باید طالبانو ته ونه رسیږي.»
آغلې لونا په خپل ایکس پاڼه کې لیکلي: «موږ هره اونۍ طالبانو ته ۴۰ میلیونه ډالر لیږو، هغه ډله چې زموږ امنیت او حاکمیت ته ګواښ جوړوي.» د کانګرس دغه غړې د ټیم بورچت، له هغه وړاندیز هم ملاتړ کړی چې طالبانو سره یې د نغدي مرستې د بندولو غوښتنه کړې وه. لونا زیاته کړې چې د دې لایحې منظورېدل د متحده ایالاتو « له دښمنانو سره د مرستې بندولو» لپاره اړین ګام دی. هغې وویل: «موږ نشو کولی خپل ملي امنیت خوندي کړو په داسې حال کې چې شر جوړوونکو او ګواښونکو ډلو سره مالي مرستې کوو.»
دا څرګندونې په داسې حال مطرح کیږي چې د راپورونو پر بنسټ، د امریکا حکومت د بشردوستانه مرستو په نوم، افغانستان ته نغدي بستې لیږي. خو منتقدین، په ځانګړي ډول لونا، باور لري چې دغه مرستې ښايي په مستقیم ډول د طالبانو لاس ته ورسیږي او هغوی یې د خپلې واکمنۍ د پیاوړي کولو یا د افغانستان د خلکو د ځپلو لپاره وکاروي.
له بلې خوا د بشري حقونو فعالانو خبرداری ورکړی چې د مرستو بشپړ بندول به د افغانستان د خلکو، په ځانګړې توګه د ښځو او ماشومانو وضعیت نور هم خراب کړي. سره له دې، د دې قانون ملاتړي باور لري چې هیڅ مرسته باید د طالبانو له لارې و نه شي او باید د بشردوستانه مرستو د وړاندې کولو لپاره بدیل لارې وموندل شي.