پزشکیان: د ایران حقابې لپاره له طالبانو او خپل ورور هیواد افغانستان سره مذاکره کوو

آصف ندیم

طرز پرس

22 جدی 1403

masoud-pezeshkian1-1720242985.jpg

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان، ویلي چې اسلامي جمهوریت به د هلمند له سیند څخه د خپلې حقابې د ترلاسه کولو لپاره له طالبانو سره خبرې وکړي. نوموړي سیستان او بلوچستان ولایت ته د خپل سفر پر مهال ټینګار وکړ چې دا موضوع د حکومت په جدي کاري پلان کې شامله ده.

پزشکیان د جمعې په ورځ، د مرغومي ۲۱مه، په یوه تلویزیوني مرکه کې وویل: «د سیستان او بلوچستان د حقابې موضوع به له طالبانو سره په خبرو کې تعقیب کړو. د سیستان او بلوچستان والي او اړوند تخنیکي ټیم به د خپل ګاونډي او ورور هیواد افغانستان سره خبرې وکړي ترڅو د ایران د حقابې برخه تضمین شي.» نوموړي زیاته کړه چې په سیستان او بلوچستان کې د اوبو کمښت د ستونزې حل لپاره نور پلانونه هم موجود دي.

په ورته وخت کې، د ایران د انرژۍ وزیر، عباس علي‌آبادي، هم سیستان او بلوچستان ته د خپل سفر پر مهال وویل چې د حقابې په اړه له طالبانو سره خبرې په جدي ډول روانې دي. نوموړي وویل: «دا موضوع به د رغوونکي تعامل او ډیپلوماتیکو لارو تعقیب شي او ژر به یې پایلې اعلان شي.»

ایران د هلمند د سیند له معاهدې سره سم، چې په ۱۳۵۱ کال کې د دواړو هیوادونو ترمنځ لاسلیک شوې وه، کلني شاوخوا ۸۵۰ میلیونه متر مکعب اوبه د حقابې په توګه ترلاسه کوي. اسلامي جمهوریت څو ځله ټینګار کړی چې دا تړون باید په بشپړ ډول عملي شي، خو طالبانو ویلي چې د اوبو کمښت او د بارانونو نشتون د هلمند سیند د اوبو د کموالي دلایل دي.

تر دې وړاندې د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند، ناصر کنعاني، ویلي وو چې تهران به د حقابې د ترلاسه کولو لپاره له خپلو ټولو ډیپلوماتیکو لارو چارو استفاده وکړي. نوموړي وویل: «د افغانستان د اوبو بندونو سره د مقابلې لپاره پلان جوړونه او په دې اړه خبرې لا هم زموږ په لومړیتوبونو کې دي.»

په سیستان او بلوچستان کې د اوبو د کمښت بحران او د دې سیمې د خلکو د کرنې او ژوند لپاره د هلمند د سیند پر اوبو تکیه، دغه موضوع د دواړو هیوادونو ترمنځ په یوه جدي ننګونه بدله کړې ده. له بلې خوا، ځینو ایراني چارواکو د افغانستان لخوا جوړو شویو بندونو ته اندېښنه ښوولې چې ګواکې د هلمند سیند پر جریان اغېز کړی دی.