د ديني عالمانو د نړیوالې شورا سرمنشي: د نجونو تعلیم لپاره هیڅ ډول محدودیت نشته

طرز پرس

23 جدی 1403

GhFJ9RzXQAAOFmw.jpeg

اسلام‌آباد، پاکستان – په افغانستان کې د نجونو د زده‌کړو پر مخ د بندیزونو له امله د زیاتېدونکو اندېښنو په ترڅ کې، د اسلامي نړۍ د یووالي سازمان سرمنشي، محمد بن عبدالکریم عیسا، ټینګار وکړ چې په اسلام کې د نجونو د زده‌کړو لپاره هیڅ ډول محدودیت شتون نه لري.

هغه په اسلام‌آباد کې د یوې ځانګړې ناستې پر مهال چې په اسلامي ټولنو کې د نجونو زده‌کړو ته ځانګړې شوې وه، د طالبانو دریځ ننګولی او ويلي یې دي:
«هغه کسان چې د اسلام په نامه د نجونو د زده‌کړو مخه نیسي، د دین ناسم او غیر موجه تفسیر وړاندې کوي. د ښځو او نجونو زده‌کړه نه یوازې د دوی حق دی، بلکې د اسلامي ټولنو د پرمختګ لپاره یوه اړتیا ده.»

دا دوه ورځینۍ غونډه چې د شنبې په ورځ د مرغومي په ۲۲مه په اسلام‌آباد کې پیل شوه، د حکومتي چارواکو، دیپلوماتان، عالمان، او د یونسکو او یونیسف په څېر د نړیوالو سازمانونو په ګډون د مهمو ګډونوالو کوربه وه.

د پاکستان لومړي وزیر، شهباز شریف، د غونډې د پرانیستې پر مهال وویل: «د نجونو زده‌کړو څخه محرومول، د ټولنو له یوې روښانه راتلونکې څخه محرومول دي. پرته له دې چې نجونو ته تعلیم ورکړو، موږ نه شو کولای د ریښتینې پرمختګ او ودې هدف ته ورسېږو.»

پاکستان د دې کنفرانس لپاره طالبانو ته هم بلنه ورکړې وه، خو طالبانو په دې ناسته کې له ګډون کولو ډډه وکړه. طالبان چې په افغانستان کې یې د نجونو زده‌کړو پر وړاندې پراخ محدودیتونه لګولي، لا هم د نړیوالو سختو نیوکو سره مخ دي. افغانستان د طالبانو تر واک لاندې یوازینی هېواد دی چې نجونې په کې د رسمي زده‌کړو له حق څخه بې‌برخې دي. دغه حالت د دې هېواد د بشري حقونو په تر ټولو جدي بحران بدل شوی دی.

محمد بن عبدالکریم عیسا د غونډې په څنډه کې خبریالانو ته وویل: «زموږ پیغام ټولو هغو کسانو ته چې د نجونو د زده‌کړو مخه نیسي، روښانه دی: اسلام نه یوازې د نجونو زده‌کړې منع کړي نه دي، بلکې دا یې د یوې اخلاقي او ټولنیزې اړتیا په توګه توصیه کړې ده.»

هغه همدارنګه زیاته کړه، چې دا سازمان به هڅه وکړي ترڅو د دې غونډې په وروستۍ اعلامیه کې د نجونو زده‌کړو اهمیت ته ځانګړی ځای ورکړي او د شته ستونزو پر وړاندې د حل لارې چارې وړاندې کړي.