سعودي عربستان نن شپه د دوو تاریخي سیالانو «رئالمادرید-بارسلونا» ترمنځ د یوې په زړه پورې پایلوبې کوربهتوب کوي. د رئال مادرید او بارسلونا لوبډلې نن شپه د کابل پر وخت ۱۱:۳۰ بجې د سوپرکپ هسپانیې پایلوبې لپاره سره مخامخ کېږي.
رئالمادرید، چې په تېرو اونیو کې یې په لالیګا کې څو ماتې تجربه کړې وې، اوس مثبتې پایلې ترلاسه کړې او له ۴۳ سکور سره له مادرید اتلتیکو څخه د یوې لوبې په توپیر د هسپانیې لیګ په سر کې ځای لري. د کهکشانيانو لوبډله د اروپا سوپرکپ جام له ګټلو وروسته هیله لري چې د وروستي الکلاسیکو ماتې جبران کړي او په سوپرکپ هسپانیې کې خپل درېیم پړاو اتلولي ترلاسه کړي.
له بلې خوا، بارسلونا په لالیګا کې ښه پیل کړی و او د نوملړ په سر کې ځای موندلی وو، خو په تېرو دوو میاشتو کې د دې لوبډلې ماتې هغوی تر درېیم مقام پورې ښکته کړل. اوس د هانسي فلیک لوبډله اړتیا لري چې د مثبت روحیې د بیرته راوستلو لپاره، یو ځل بیا په الکلاسیکو کې بریا ترلاسه کړي او دا ځل د قهرمانۍ جام هم خپل کړي.
۴۰ کلن هسپانوي قاضي،خسوس ګیل مانزانو، د دې سیالۍ د څار مسوولیت پر غاړه لري. وروستۍ الکلاسیکو، چې د خسوس ګیل مانزانو له لوري یې څارنه شوې وه، د ۲-۱ پای سره د رئالمادرید په بریا پای ته ورسېده.