پاکستاني چارواکي وایي چې طالبانو په اسلامآباد کې د نجونو د زده کړو په اړه په ترسره کېدونکي کنفرانس کې د دوی بلنه رد کړې ده.
د پاکستان د پوهنې وزیر، خالد مقبول صدیقي، تایید کړې چې په دغه کنفرانس کې طالبانو ته بلنه ورکړل شوې وه؛ خو د طالبانو هېڅ غړي د ګډون لپاره چمتووالی نه دی ښودلی. د اسلامي همکاریو سازمان کنفرانس، چې تمرکز یې د اسلامي هېوادونو پر نجونو تعلیم دی، نن شنبه په اسلامآباد کې پیل شو. دا کنفرانس په داسې حال کې ترسره کېږي چې طالبانو له شپږم ټولګي پورته ښوونځيو او پوهنتونونو ته د نجونو پر تګ بندیز لګولی دی.
طالبان پاکستان کې د نجونو د زده کړو په نړیوال کنفرانس کې ګډون نه کوي
ترانه سپاهي
طرز پرس
22 جدی 1403