په کابل کې د ایران سفارت وايي چې دغه هېواد په دایکندي ولایت کې د پروني مرګوني پېښې عاملینو ته د سزا ورکولو په برخه کې خپل چمتووالی اعلانوي.
طرز پرس- دغه سفارت د جمعې په ورځ د وږي په۲۲ مه، د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وویل چې په دایکندي کې دغه خونړی برید د داعش ډلې لخوا ترسره شوی او دوی یې په کلکه غندي. خبرپاڼه زیاتوي چې: « ایران د دې خونړي پېښې عاملينو ته د سزا ورکولو غوښتونکی دی او په دې برخه کې خپل چمتووالی اعلانوي.»
په دایکندي کې د پروني خونړي بريد مسوولیت داعش ډلې پر غاړه واخیست او ادعایې وکړه چې په دغه پېښه کې یې ۱۵ شیعه وګړي وژلي دي او ۶ نور یې ټپيان کړي دي. خو طرز پرس ته سیمه ییزو سرچینو ويلي وو چې په دې پېښه کې ۱۴ وژل شوي او ۴ نور ټپيان دي. د سرچینو د معلوماتو له مخې، بریدګر څلور کسان وو، چې لومړی یې د یوه فلانکوچ موټر سپرلۍ راښکته کړي او د دوی د هویت له معلومولو وروسته یې په ډزو وژلي دي.
ایران داعش ډلې ته د سزا ورکولو ګواښ کړی دی
طرز پرس
23 سنبله 1403