داعش ډلې د یوې اعلامیې په خپرولو سره ومنله چې د دایکندي ولایت پر اوسېدونکو د نن ورځې مرګوني بريد تر شا د دوی لاس وو.
طرز پرس: دا خبرپاڼه د پنجشنبې ورځ ناوخته، د وږي ۲۲مه، د اعماق په ویبپاڼه کې خپره شوې او په کې ویل شوي چې د دې ډلې ځواکونو «۱۵ تنه شیعه وګړي وژلي او شپږ تنه نور یې ټپیان کړي دي.» داعش په دې خبرپاڼه کې زیاته کړې چې دا برید د دایکنډي او غور ولایتونو ترمنځ په سرحدي سیمه «قریودال» کې ترسره شوی دی. تر دې وړاندې سرچینو طرز پرس ته ویلي وو چې په دې برید کې ۱۴ کسان وژل شوي او ۴ نور ټپیان شوي دي. سرچینو طرز پرس ته د ټپیانو حالت هم نازک ښودلي وو. د طالبانو حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو مخکې یې ویلي وو چې داعش په افغانستان کې ماتې خوړلې او نور د بریدونو توان نه لري. د یادونې وړ ده چې داعش په افغانستان کې معمولا شیعهګان په نښه کوي.
داعش د دایکندي پر اوسېدونکو د نن ورځې مرګوني برید مسئولیت ومانه
طرز پرس
23 سنبله 1403