په بریتانیا کې د افغانستان دپلماټيک مرکز طالبانو ته سپارل کېږي

طرز پرس

18 سنبله 1403

Zalmai-Rassoul.jpg

له بریتانیا څخه یوه معتبره سرچینه طرز پرس ته تاییدوي چې د افغانستان د سفارت ودانۍ به په نږدې وخت کې طالبانو ته وسپارل شي.
طرز پرس - په لندن کې د افغانستان له سفارت څخه یوه معتبره سرچینه طرز پرس ته وايي، دا اقدام د کوربه هېواد او طالبانو تر منځ د تفاهم پر اساس ترسره کېږي. سرچینه زیاتوي چې د افغانستان سفارت له کوربه هېواد څخه داسې خبر هم ترلاسه کړی چې په همدې روان میاشت کې د سفارت دروازه باید وتړل شي. 
په ورته وخت کې په بریتانیا کې د افغانستان سفیر، زلمي رسول هم خبر ورکړی چې دا سفارت به د بریتانیا د حکومت په غوښتنه په رسمي ډول وتړل شي. زلمي رسول نن یکشنبه، د وږي ۱۸ مه، په یوه ټویټ کې لیکلي چې د افغانستان سفارت به د روان کال د سپټمبر په ۲۷مه په رسمي توګه وتړل شي، خو هغه طالبانو ته د دغه ډپلماټيک مرکز د سپارلو په اړه څه نه دي ویلي.
زلمي رسول په دې ټویټ کې زیاته کړې: «له ټولو همکارانو، خلکو او اړوندو ادارو څخه مننه کوو چې په دې موده کې یې د افغانستان له سفارت سره په لندن کې صمیمانه همکاري کړې ده.» د بریتانیا حکومت تر اوسه د سفارت د تړلو یا طالبانو ته د سپارلو په اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده چې د المان په برلین او بن کې هم لومړی د افغانستان ډیپلوماټیک دفترونه وتړل شول، او وروسته د جرمني د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې له دې وروسته افغان اتباعو ته قونسلي خدمتونه د مونیخ له ښار څخه وړاندې کېږي. سرچینې طرز پرس ته ویلي چې اوس په مونیخ کې د قونسلي خدمتونو چارې هم د طالبانو په تفاهم سره پرمخ وړل کېږي.