د ایران د کورنیو چارو وزیر: افغانان ولاړ شي خپل هېواد دې جوړ کړي

طرز پرس

20 سنبله 1403

OIP (5).jpeg

د ایران د کورنیو چارو وزیر اسکندر مومنی، د دغه هېواد وضعیت له زغم وتلې بللې او له افغان کډوالو یې غوښتي چې ولاړ شي او خپل هېواد دې جوړ کړي.
طرز پرس - اسکندر مومني دغه څرګندونې په تهران کې یو تلویزیوني خپرونې ته په ویناکې کړې او ویلي یې دي چې اوسنی وضعیت نور د ایران لپاره د زغملو وړ نه دی. هغه په دې تلویزیوني پروګرام کې افغان کډوالو ته په خطاب کې ویلي: «ولاړ شئ او خپل هېواد جوړ کړئ.»
د دغه ایراني چارواکي په وینا، هغه کسان لومړی له ایران څخه شړل کیږي چې په غیر قانوني ډول ایران ته داخل شوي او د استوګنې جواز نه لري.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د ایران د پولیسو لخوا په ځلونو له افغان کډوالو سره د ناوړه چلند په اړه راپورونه خپاره شوي دي، او په ځینو مواردو کې لیدل شوي چې افغان کډوال د نیولو پر مهال وهل ټکول او پخپل سر محاکمه کیږي. نړیوالې ادارې او د بشري حقونو فعالانو د ایران د پولیسو لخوا د افغان کډوالو سره دا ناوړه چلند په کلکو ټکو غندلی دی.