ځايي سرچینو طرز پرس ته تایید کړې ده چې په دایکنډي کې د نامعلومو وسله والو کسانو په برید کې، ۱۴ کسان وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.
طرز پرس: دا خونړۍ برید نن پنجشنبه، د وږي ۲۲مه، د غرمې شاوخوا یوه بجه د دایکنډي او غور ولایتونو ترمنځ د «قریو دال» په کوټل سیمه کې ترسره شوی دی. سرچینو طرز پرس ته ویلي چې بریدګر څلور کسان وو، چې لومړی یې د یوه فلانکوچ موټر سپرلۍ راښکته کړې او د دوی هویت له معلومولو وروسته یې په ډزو وژلي دي.
سرچینې وایي، قربانیان د دایکنډي ولایت د سنگتخت او بندر ولسوالۍ د «جوی سردار» او «قریو دال» کلیو اوسېدونکي وو چې ټول د کربلا د زیارت کوونکو د هرکلي لپاره دې سیمې ته تللي وو. د طرز پرس د سرچینو په حواله، په دې پېښه کې ۱۴ کسان وژل شوي او ۴ نور ټپیان دي، چې د ټپیانو حالت هم د اندېښنې وړ ښودل شوی دی.
تر اوسه پورې څوک یا کومې وسله والې ډلې د دې برید مسئولیت په غاړه نه دی اخیستی او طالبانو هم په دې اړه څه نه دي ویلي.
مرګونی برید، په دایکندي کې ۱۴ کسان وژل شوي
طرز پرس
22 سنبله 1403