د بشري حقونو د څار سازمان وايي، د افغانستان د وحدت اسلامي ګوند مشر حاجي محمد محقق چې د بشر ضد په پراخو جرایمو تورن دی او په اروپايي هېوادونوکې په ازاد ډول تګ راتګ کوي، باید توقیف او پلټنه ترې وشي.
د « طرز پرس » د راپور پر بنسټ، د بشري حقونو د څار سازمان د بشر ضد جرایمو په اړه تازه یوه مقاله خپره کړې او د نړۍ له یو شمېر هېوادونو یې غوښتنه کړې چې خپلو هېوادونو کې د بشر ضد پر جرایمو تورن پخواني او اوسني افغان چارواکي وپلټي او اجازه ور نه کړي چې هغوی په ازاد ډول اروپايي هېوادونوکې تګ را تګ وکړي.