
د طالبانو له بیا واکمنېدو سره، د افغانستان روغتیايي سیستم هم د نورو کړکېچونو په څېر یوې اندېښمنې کچې ته رسېدلې ده. دغه کړکېچ د افغانستان د خلکو، په ځانګړې توګه د ښځو او ماشومانو ژوند له جدي خطر سره مخ کړی دی. د نړیوالو سازمانونو راپورونه ښيي چې نه یوازې روغتیایي وضعیت ښه شوی نه دی، بلکې د طالبانو لخوا د ښځو او ماشومانو روغتیایي خدماتو په وړاندې د محدودیتونو وضع کولو له کبله، وضعیت لا خراب شوی دی.
د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) او د بخښنې نړیوال سازمان، د افغانستان د روغتیايي سیستم اوسنی حالت یو «ناورین» بللی دی. دا سازمانونه خبرداری ورکوي چې د دې حالت دوام به په راتلونکي کې د ښځینه ډاکټرانو د کمښت لامل شي او دا وضعیت افغانو ښځو لپاره جدي پایلې لرلی شي. د روغتیا نړیوال سازمان د تازه څېړنو پر بنسټ، د افغانستان روغتیايي نظام «بې بنسټه» بلل شوې ده او ټینګار یې کړی چې د بشري مرستو بودیجې کموالی او د نړیوالو مرستو ودرېدلو سره، د دې هېواد خلک د لوږې او خوارځواکۍ له بحران سره مخ دي.
طالبانو د ښځو لپاره د روغتیايي خدماتو په برخه کې سخت محدودیتونه لګولي دي. ښځو ته د «محرم» د شتون شرط ایښودل یو له هغو محدودیتونو څخه ده چې پر افغانو ښځو یې ساحه تنګه کړې ده. په بدخشان ولایت کې ډاکټرې مریم طرز پرس ته وایي چې طالبانو دوی ته امر کړی چې هېڅ ناروغه ښځه چې محرم یې ورسره نه وي او حجاب یې نه وي بشپړ کړی، درملنه یې ونه کړي. همدارنګه، په ځینو سیمو کې نارینه ډاکټرانو ته اجازه نه ورکول کېږي چې ښځینه ناروغان وګوري، او په ځینو مواردو کې د طالبانو امنیتي ځواکونه هغه نارینه ډاکټران وهي چې ښځینه ناروغانو ته یې خدمات وړاندې کړي دي.
د ناروغیو زیاتوالی او د ماشومانو روغتيايي ناورین
په افغانستان کې د روغتیاي کړکېچ له زیاتېدو سره، د ماشومانو ترمنځ د ساري ناروغیو کچه هم لوړه شوې ده. د یونیسف راپور وایي چې په دې ناروغیو اخته ۶۲ سلنه ناروغان پنځه کلن ماشومان دي. همدارنګه، د ماشومانو ملاتړ په برخه کې د ملګرو ملتونو صندوق هم راپور ورکړی چې سږکال د جنوري په میاشت کې ۱۶۰ زره ماشومان یې ثبت کړي، چې دا د تېر کال په پرتله ۱۶ سلنه زیاتوالی ښيي.
د مړینې زیاتوالی او روغتیایي خدماتو ته د لاسرسي کموالی
د طالبانو لخوا د محدودیتونو او مناسبو روغتیايي خدمتونو د نشت له کبله، د میندو او ماشومانو د مړینې کچه لوړه شوې ده. د اروپایي اتحادیې راپور ښيي چې هر دوه ساعتونو کې یوه افغانه مور خپل ژوند له لاسه ورکوي. په بدخشان ولایت کې د کینسر ناروغان د مناسبې درملنې څخه بې برخې پاتې دي، ځکه چې یوازینی روغتون د مسلکي کسانو او تجهیزاتو له کمښت سره مخ دی، چې په ځانګړي ډول د ښځینه ناروغانو لپاره یې ستونزې زیاتې کړي دي.
په داسې حال کې چې طالبان روغتیايي خدمتونو ته د لاسرسي زیاتوالی ادعا کوي، خو شواهد ښيي چې روغتیايي مرکزونه تړل شوي او په لرې پرتو سیمو کې د خدماتو پراختیا نه ده شوې. نړیوال راپورونه هم څرګندوي چې طالبان خپل عواید د روغتيايي خدمتونو پر ځای په نظامي برخه او د ديني ښوونځیو په پراختیا کې لګوي.
په ټوله کې ښکاري چې د روغتیايي کړکېچ په حلولو کې د طالبانو اوسنۍ مدیریت او پالیسۍ بریالۍ نه دي، ځکه د زرګونو وګړو، په ځانګړي ډول د ښځو او ماشومانو ژوند له جدي ګواښ سره مخامخ دی. سره له دې چې نړیواله ټولنه د افغانانو لپاره د مرستې هڅه کوي، خو د روغتیايي خدمتونو کموالی او د مړینې زیاتوالی څرګندوي چې دا بحران لاهم په پراخېدو دی او د نړیوالې ټولنې او بشري سازمانونو جدي پاملرنې ته اړتیا لري.