د طالبانو حکومت پر وړاندې د اروپایي ټولنې تګلاره او ستراټژیک لید لوری

حامیه نادري

طرز پرس

11 عقرب 1403

rtx2asr2.jpg

طرز پرس: اروپایي ټولنه چې په نړیواله کچه یو سیاسي او اقتصادي معتبر سازمان دی، خو له ۲۰۲۱ کال راهیسې پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته، له دغې ډلې سره د تعامل په برخه کې له ځینو ستونزو سره مخامخ دی. د دې ټولنې هدف د دیموکراټیکو ارزښتونو ساتل، سیمه ایز ثبات، او په سیمه کې د امنیت ټینګول دي. خو دغه ټولنه په افغانستان کې اوسني وضعیت ته په پام سره، هڅه کوي چې په احتیاط او پرته له بیړې، له طالبانو سره د تعامل لپاره مناسبه لاره پیدا کړي چې د اروپایي ټولنې ګډې ګټې او د انساني ارزښتونو خوندي کول په کې حتمي شي.

دا راپور د اروپایي هېوادونو بېلابېلو تګلارو، د اروپایي ټولنې وروستیو پالیسیو او له طالبانو سره د تعامل په برخه کې د مهمو ستونزو څېړنې ته تم شوی دی. زموږ هدف د اروپا او د طالبانو حکومت تر منځ د اوسنیو اړیکو یو جامع انځور وړاندې کول دي.

د اروپایي ټولنې عمومي تګلاره

د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته، اروپایي ټولنې ژر په کابل کې خپله استازولۍ وتړله او خپل ډیپلوماتیک فعالیتونه یې قطر ته انتقال کړل. په عین حال کې، ځینې اروپایي هیوادونه له طالبانو سره د تعامل لپاره د یوې عملي همغږۍ هڅه کوي. د اروپا هدف دا دی چې له نوي سیاسي واقعیت سره لږ تر لږه اړیکې ولري، پرته له دې چې د طالبانو حکومت په رسمي ډول وپیژني.

له دې سره سره، اروپایي ټولنې تر اوسه په کابل کې خپله سفارت بیا نه دی پرانیستی او نه یې له طالبانو سره کوم رسمي ډیپلوماټیکه اړیکه ټینګه کړې ده. اروپا په افغانستان کې د بشري حقونو او د ښځو حقونو د مراعات کولو پر اهمیت ټینګار کړی او هر ډول پراخ تعامل یې په دې مشروط کړي چې د طالبانو په حکومت کې ټولنیزو او سیاسي اصلاحات رامنځته شي.

ډیپلوماتیک مرکزونه

اروپایي ټولنه د طالبانو د حکومت له رسمیت پېژندو پرته، د خپلو ډیپلوماتیکو استازولۍ له لارې په قطر کې فعالیت کوي او ځینې ډیپلوماټیک سفرونه یې هم کابل ته ترسره کړي دي. دا هڅې د طالبانو حکومت په رسمي توګه د منلو په معنا نه دي، بلکه تر ډېره بشري او امنیتي مسایلو ته د رسیدګي لپاره دي. په همدې لړ کې، اروپایي ټولنې خپلې بشري مرستې افغانستان ته لیږلي او له نړیوالو سازمانونو سره د مرستندیزو چارو په برخه کې همکاري کړې ده.
د اروپایي ټولنې ځينې غړي هیوادونه، لکه آلمان، فرانسه او بریتانیا، د طالبانو په وړاندې د ټولنې له سیاستونو سره بیلابیل نظرونه لري او په محدود ډول یې قونسلي اړیکې ټینګې کړي دي ترڅو د خپلو اتباعو او افغانانو اړوند مسایل اداره کړي.

د بشري مرستو لپاره هڅه او مالي مرستې

پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته، اروپایي ټولنه لا هم افغانانو ته د بشري مرستو په برخه کې له سترو مرسته کوونکو څخه پاتې ده. دا مرستې په عمده توګه نړیوالو سازمانونو او غیر حکومتي ادارو ته ورکول کیږي ترڅو د افغانستان د خلکو بشري او مرستندیزې اړتیاوې پوره کړي. اروپایي ټولنې تر اوسه طالبانو ته مستقیمې مالي مرستې نه دي ورکړي او دغه مرستې د خپلواکو ادارو له لارې ویشي. دا کار د دې لپاره کیږي چې له طالبانو سره د رسمي اړیکې مخه ونیسي او بل پلو د افغانانو بشري اړتیاوې هم په پام کې ونیول شي.

د بشري حقونو ستونزې او د اروپا غوښتنې

په افغانستان کې د بشري حقونو، په ځانګړي ډول د ښځو او لږکیو د حقونو موضوعات د اروپایي ټولنې په تګلاره کې له مهمو مسایلو څخه دي. اروپایي ټولنه په ځانګړي توګه د ښځو د زده کړو او ټولنیز ګډون پر اهمیت ټینګار کوي. په دې اړه، د اروپایي پارلمان او د بشري حقونو ځینې سازمانونه غواړي چې په افغانستان کې مشخص معیارونه او حقوقي اصول مراعات شي. په دې برخه کې، داسې انګېرل کیږي چې اروپا غواړي د غیر مستقیمو فشارونو او هڅونو له لارې په افغانستان کې د قانوني بدلونونو لپاره زمینه سازي وکړي.

له طالبانو سره د تعامل پر وړاندې خنډونه

۱- په رسمیت نه پیژندنه: یوه مهمه ننګونه دا ده چې اروپا د طالبانو د حکومت له رسميت پیژندنې پرته، څنګه تعامل کولی شي. له یوې خوا، په رسميت نه پیژندنه د ډیپلوماتیکو او قونسلي مسایلو په حل کې ځنډ رامنځته کوي؛ له بلې خوا، رسميت پیژندنه د حقوقي او اخلاقي ستونزو لامل کیدلی شي. دا له طالبانو د تعامل په برخه کې د اروپايي ټولنې له سختو ننګونو څخه ده.

۲- سیمه ایز ثبات او امنیت: اروپايي ټولنې ته پر افغانستان نظر ساتل د امنیتي او جیوپولټیکي اندیښنو له کبله حساسه ده. د طالبانو له واکمنۍ وروسته، د افراطي ډلو د فعالیتونو او امنیتي ګواښونو په اړه یوځل بیا اندیښنې زیاتې شوې دي. په همدې موخه، اروپایي ټولنه هڅه کوي چې له افغانستان سره ګاونډیو هیوادونو، په ځانګړې توګه ایران، پاکستان او د مرکزي آسیا هیوادونو سره اړیکې وساتي ترڅو د احتمالي ګواښونو مخنیوی وشي.

۳- د ګډو ارزښتونو ساتنه: اروپایي ټولنه تل پر ګډو دیموکراتیکو ارزښتونو او بشري حقونو ټینګار کوي. له طالبانو سره د اړیکو په ترڅ کې د دغو ارزښتونو ساتل یوه داسې ننګونه ده چې د ټولنې د ټولو غړو هیوادونو له خوا یو دقیق او همغږي چلند ته اړتیا لري.

طالبانو سره تعامل لپاره راتلونکي سناریوګانې

لومړۍ سناریو: د اړیکو پرې کول او محدودیتونه: که طالبان د اروپا د بشري حقونو غوښتنو ته پام ونه کړي، امکان لري چې ځینې اروپایي هیوادونه خپل فشارونه او محدودیتونه زیات کړي. دا چلند به ممکن په نړیواله کچه د طالبانو انزوا ته لاره برابره کړي.

دوهمه سناریو: محدود ډیپلوماتیک تعامل: احتمال شته چې اروپایي ټولنه له طالبانو سره یو ډول محدود ډیپلوماتیک تعامل رامنځته کړي. دا تګلاره به اروپا ته اجازه ورکړي چې له طالبانو سره قونسلي او بشري مسایل اداره کړي، خو په عین حال کې له رسميت پیژندنې څخه هم ډډه وکړي.

دریمه سناریو: پرته له رسمیت پېژندنې د بشري مرستو دوام: که اوسنی وضعیت دوام ومومي، نو د اروپایي ټولنې تر ټولو احتمالي تګلاره به له رسمي اړیکو پرته د بشري مرستو دوام وي. دا به اروپايي ټولنې ته فرصت ورکړي چې خپلې انساني ژمنې جاري وساتي او په عین حال کې خپل سیاسي دریځ هم خوندي کړي.