طرز پرس: له هغه وخت راهیسې چې طالبان بیا واک ته رسېدلي، د افغانستان خلک له داسې بدلونونو سره مخ دي چې نه یوازې د دوی ورځنی ژوند یې تریخ کړی، بلکې د هغوی ذهني ارامي او شخصي امنیت یې هم له منځه وړی دی. له دغو ترخو تجربو څخه یوه هم په کابل او نورو ښارونو کې د طالبانو لخوا د کور په کور پلټنې دي.
دا تلاشۍ او پلټنې چې اکثره په غیر مناسبو وختونو او له مخکینيو خبرتیاوو پرته ترسره کېږي، د خلکو او د بشري حقونو د فعالانو له پراخو نیوکو او شکایتونو سره مخ شوې ده. د کابل د خیرخانې سیمې یوه اوسېدونکي وویل، «طالبان پرته له خبرتیا کورونو ته ننوځي او دا عمل د کورنیو تر منځ ویره خپروي. په تلاشۍ کې هېڅ ښځینه غړې شتون نه لري، او د کورنیو شخصي حریم تر پښو لاندې کوي.»
د افغانانو اعتراض او د شخصي حریم نقض
په کابل کې د طالبانو تلاشۍ، چې ادعا کيږي د امنیت ټینګښت په موخه ترسره کېږي، د وېرې او ذهني ناامنۍ یو څپه رامنځته کړې ده. د دغو سیمو اوسېدونکو راپور ورکړی چې د طالبانو ځواکونه د تلاشۍ پر مهال د ښځو د کالیو المارۍ او شخصي سامانونه هم پلټي، چې په ځینو مواردو کې دا برخوردونه د ښځو لپاره د شرم او ناامنۍ احساس راپاروي. د کابل د ۱۱مې ناحیې یوه اوسېدونکي طرز پرس ته وویل: «کله چې د دوی د چلند پر وړاندې اعتراض کوو، موږ ته ګواښ کېږي او آن ځینې وختونه وهل ټکول کېږو.»
د اریا ښارګوټي یوه ښځينه اوسېدونکې، طرز پرس ته وویل: «په هره شېبه کې شونې ده چې طالبان پرته له کوم ځانګړي دلیل زموږ کور ته راشي او زموږ مالونه تلاشي کړي. د دې ګواښونو تر سیوري لاندې ژوند هره ورځ لا زیات ډارونکی کېږي.»
پر خلکو د تلاشۍ رواني او ټولنیزې اغېزې
د کور په کور تلاشۍ یا پلټنې، له دې سربېره چې د خلکو شخصي حریم تر پښو لاندې کړي، پر خلکو سخت رواني اغېزونه هم لرلي دي. دا کړنې، چې ځینې وختونه له لفظي او فزیکي تاوتریخوالي سره مل وي، د خلکو په ژوند کې ژورې رواني اغېزې پرېښې دي او د ټولنې په وګړو، په ځانګړې توګه ښځو او ماشومانو کې یې وېره، بې خوبۍ او فشار زیات کړي دي. مېرمن نرګس، چې یوه ارواپوهه ده، طرز پرس ته په دې اړه وویل: «د وسلهوالو ځواکونو ناڅاپي ننوتل، په ځانګړي ډول د سهار په وختونو کې، د ماشومانو پر دماغ اوږدمهاله اغېز لري. داسې ماشومان ممکن له دوامداره وېرې او ذهني ناامنۍ سره لوی شي، او دا منفي اغېزې به یې په راتلونکي ژوند کې پر رواني روغتیا پاتې شي.»
بل پلو، ټولنیزې اندېښنې هم د افغان ولس په ذهنیتونو کې ورځ تر بلې زیاتېږي. دا تلاشۍ د خلکو ورځنی ژوند ګډوډ کړی او هغه د امنیت احساس، چې هره ټولنه ورته اړتیا لري، له خلکو اخیستل شوی دی. د ټولنیزو چارو یوه شنونکي په دې اړه وویل: «د افغانستان خلک د بیا رغونې او پرمختګ لپاره آرامۍ ته اړتیا لري، خو دا تلاشۍ ښيي چې طالبان د دې آرامۍ د برابرولو هېڅ لېوالتیا نه لري او یوازې د واک او کنټرول زیاتولو په فکر کې دي.»
دغه فشارونو ډېری خلک دې ته اړ کړي چې د کابل پرېښودو او نورو سیمو ته د کډوالۍ په فکر کې شي، که څه هم د ډېرو لپاره، په ځانګړې توګه هغو کسانو لپاره چې مالي سرچینې نه لري، دا کار ممکن نه دی.
په همدې حال کې له امنیتي اړخه، په کابل او د افغانستان په نورو ښارونو کې د امنیت په پلمه د کور په کور پلټنه یوازې یو شعار ګڼل کيږي، پوځي کارپوهان په دې اړه وايي چې دا فعالیت پر خلکو کنټرول او د واک ټینګولو لپاره کارول کېږي. په ټوله کې دغه تلاشۍ نه یوازې د خلکو رواني امنیت له منځه وړی، بلکې د زور او ګواښ په بڼه، د خلکو ارامي او د راتلونکي په اړه د ولس د باور احساس یې هم کمزوری کړی دی.