اسلام‌اباد او «ټي ټي پي» د پښتون قامي جرګې غوښتنې له پامه غورځولوي

ترانه سپاهي

طرز پرس

14 عقرب 1403

07.jpg

پاکستان - «طرز پرس»: په داسې حال کې چې د پښتون ژغورنې غورځنګ (PTM) د یوې سترې قومي جرګې په ترسره کولو سره ښکیلو اړخونو ته دوه میاشتینیۍ وخت ورکړی چې له پښتون میشتو سیمو ووځي، خو داسې ښکاري چې اسلام‌اباد او تحریک طالبان پاکستان (TTP) د دې جرګې غوښتنې ته پاملرنه نه کوي.

د پاکستان حکومت تورن دی چې په لوی لاس غواړي جګړه په پښتون میشتو سیمو، په ځانګړې توګه په خیبر پښتونخوا ایالت کې روانه وساتي. دا هغه تور دی چې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشران په ځلونو د پاکستان پر حکومت پورې کړی دی. له دې سربېره، د اکتوبر په ۱۱مه، د پښتون قامي جرګې مشرانو د سلګونو هغو کسانو هویت هم په ډاګه کړ چې د هغوی د مستندو معلوماتو پر بنسټ، د پاکستان حکومت له خوا په نښه شوي او یا برمته شوي وو.

تازه، د پښتون ژغورنې غورځنګ د مرکزي شورا غړی، ګیله‌من وزیر، په اسلام‌اباد کې په داسې ډول ووژل شو چې قاتلان یې نه یوازې ونه نیول شول، بلکې د پښتون ژغورنې د مشرانو په وینا، له پاکستان څخه بهر ولېږدول شول. د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پشتین په هغه وخت کې ويلي وو چې دا برید د پاکستان د استخباراتو (ISI) له خوا د نورو هدفي بریدونو په لړ کې ترسره شوی دی.

د ګیله‌من وزیر له وژنې وروسته، ښاغلي پښتین اعلان وکړ چې د ۲۰۲۴ کال د اکتوبر په ۱۱مه به د پښتنو د برخلیک ټاکلو لپاره یوه لویه قومي جرګه راوبولي. دا جرګه په ټاکلې نېټه د پاکستان د حکومت له جدي خنډونو سره سره ترسره شوه او په کې څو غوښتنې وړاندې شوې، چې له هغې جملې یوه مهمه غوښتنه له خیبر پښتونخوا څخه د پاکستان د پوځ او تحریک طالبان پاکستان په ګډون د نورو وسله والو وتلو لپاره دوه میاشتنی ضرب الاجل و.

اوس سره له دې چې له دغې پرېکړې نږدې یوه میاشت تېره شوې، خو د پاکستان حکومت تر اوسه په دې غوښتنو هېڅ ډول غور نه دی کړی. د پاکستان چارواکي هره ورځ په خیبر پښتونخوا ایالت کې د وسله والو پر ضد د نظامي عملیاتو په اړه خبرونه خپروي او له بلې خوا وسله والې ډلې، په ځانګړي ډول تحریک طالبان پاکستان (TTP) هم ادعا کوي چې د اسلام آباد حکومت پر ضد یې لویې چاودنې او مرګوني بریدونه ترسره کړي دي.

د پاکستان حکومت تازه اعلان وکړ چې په خیبر پښتونخوا ایالت کې د جنوبي وزیرستان په سیمه کې یې د عملیاتو په ترڅ کې څلور «ترهګر» وژلي دي. د پاکستان پوځ په یو بیان کې ویلي چې دا عملیات د شنبې په شپه د «جنوبي وزیرستان سروکای» په سیمه کې د استخباراتي مالوماتو پر بنسټ ترسره شوي دي. په بیان کې ټینګار شوی چې حکومت به تر هغو پورې نظامي عملیاتو ته دوام ورکړي ترڅو وروستی «ترهګر» له منځه یوسي.

دا په داسې حال کې ده چې د پښتنو د لویې جرګې د پرېکړې پر بنسټ، د اکتوبر په ۱۱مه نېټه د اسلام آباد له پوځ او تحریک طالبان پاکستان څخه غوښتل شوي وو چې په دوو میاشتو کې له پښتون میشتو سیمو ووځي. تحریک طالبان پاکستان څو ورځې وړاندې اعلان وکړ چې د پښتنو د لویې جرګې دا پرېکړه به له پامه وغورځوي، او په هغو اعلامیو کې چې د پاکستان حکومت او پوځ خپروي، هم په دې اړه هېڅ ډول نرمښت نه دی لیدل شوی.