د طالبانو د دفاع وزیر ملا محمد یعقوب مجاهد له ګاونډیو هېوادونو غوښتي چې د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې ستونزې جوړې نه کړي.
طرز پرس: ملا یعقوب دغه څرګندونې نن یکشنبه د افغانستان د استقلال د بیرته اخیستلو ۱۰۵مې کلیزې په مناسبت په کابل کې یوې جوړې شوې غونډې ته وکړې.