د فلیپین حکومت اعلان کړی چې د امريکا ویزې متقاضي افغان پناهغوښتونکي په عاجل ډول مني او د امریکا متحده ایالات لخوا د دوی د استوګنې، امنیت، طبي خدماتو او ترانسپورت اړوند لګښتونه ورکول کيږي.
طرز پرس: د فلیپین د بهرنیو چارو وزارت نن سې شنبه وویل چې هر پناه غوښتونکی باید په لومړي ګام کې د فلیپین ویزه ترلاسه کړي او په افغانستان کې خپل طبي معاینات بشپړ کړي. دغه وزارت زیاته کړې: «پناه غوښتونکي نشي کولای له ۵۹ ورځو زیات په فلیپین کې پاتې شي او پرته له دې چې د سفارت قونسلګرۍ مرکې لپاره حاضر شي، نور ټول وخت به د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تر څارنې لاندې پخپل استوګنځای کې تېروي.»
د فلیپین د بهرنیو چارو وزارت همداراز ویلي، دا لنډمهاله کوربه توب د مانیلا او واشنګټن تر منځ د دواړو حکومتونو ترمنځ د موافقې پر اساس ترسره کیږي؛ خو د منل کېدونکو افغان پناه غوښتونکو دقیق شمېر او وخت په اړه یې مالومات نه دي ورکړي. د وزارت اعلامیه زیاتوي چې امریکا به د پناهغوښتونکو د استوګنې، امنیت، طبي خدماتو او ترانسپورت اړوند لګښتونه پر غاړه اخلي.
دا په داسې حال کې ده چې په ۲۰۲۱ کال کې د جمهوریت له سقوط وروسته ډېر شمېر افغانان له هیواد څخه ووتل او لا هم په دریمو هیوادونو کې د امریکا ویزې ته په تمه دي.