طالبان: د پاکستان له خاورې د سیمې او نړۍ امنیت ته خطر پېښېدلی شي

راشد صافی

طرز پرس

30 اسد 1403

_119470014__106188419_a0b0e0e5-2260-42d3-b928-90fb9b098ff2-2.jpg

طالبان په افغانستان کې د پاکستان د ځانګړي استازي آصف دراني امنیتي اندېښنې رد کړي او ټيڼګار یې کړی چې په حقیقت کې د پاکستان له خاورې د سیمې او نړۍ امنیت ته خطر پېښېدلی شي.
طرز پرس: اصف دراني، تېره ورځ اکس پرېس تریبیون سره په خبروکې په افغانستان کې د داعش ډلې د فعالیتونو له پراخېدو اندېښنه ښودلې وه. نوموړي ويلي وو چې د افغانستان وضعیت ته ناپامي دغه هېواد بیا د «طالبانو د تېرې واکمنۍ پر مهال حالت ته رسولی شي» چې په وینا یې، له امله یې د سېپټمبر د یوولسمې د بریدونو په څېر د یوې بلې پېښې د کېدو شونتیا برابرېدلی شي.
د طالبانو بهرنیو چارو وزارت د افغانستان لپاره د پاکستان د ځانګړي استازي اصف دراني دغو څرګندونو ته په غبرګون کې ويلي چې دا له «ځمکنيو واقعیتونو لرې او د افغانستان په تړاو د عامه افکارو د مغشوشولو هڅه ګڼل کېږي.»
په اعلامیه کې راغلي: «نوموړي چې د کومو ستونزو او خطرونو نسبت افغانستان ته کړی په حقیقت کې د دې هر څه احتمال له پاکستان څخه لیدل کیږي.»
د طالبانو په دغه اعلامیه کې ویل شوي چې دوی توانېدلي د داعش ډله په بشپړ ډول وځپي؛ خو یادونه شوې چې داعش د ډېورند پورې غاړې ته پټنځایونه لري او «که د ډيورنډ کرښې پورې غاړه د داعش پټنځايونه له منځه يوړل شي، د دې ډلې گواښ په بشپړ ډول له منځه تللی شي.»
اعلامیه کې راغلي، يو ځل بيا يادونه کېږي چې ټي‌ټي‌پي د پاکستان کورنۍ مسئله ده او کورنی حل غواړي، د افغانستان حکومت د خپل نېک نيت ثبوت پخوا وړاندې کړی، نور بايد د پاکستان اغېزناک ارګانونه د ستونزې د حل لپاره عقلاني او عملي اقدامات وکړي.
د طالبانو بهرنیو چارو وزارت لیکلي، دُرانی بايد پوه شي چې دا د ديپلوماتانو دنده ده چې پرېنږدي پاروونکې رسنيزې تبصرې يې د هېوادونو اړيکې زيانمنې کړي.