درانی: د نجونو ښوونځيو په اړه د طالبانو فرمانونه له اسلامي اصولو سره سمون نه لري

طرز پرس

29 اسد 1403

n00171456-b.jpg

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي اصف دراني ويلي چې د افغانو نجونو د زده کړو په برخه کې د طالبانو فرمانونه له اسلامي اصولو سره مطابقت نه لري.
طرز پرېس- اصف دراني دغه څرګندونې د دوشنبې په ورځ اېکسپرېس ټریبیون سره په ځانګړي مرکه کړي او په افغانستان کې د داعش ډلې د ګواښونو په اړه یې هم اندېښنه ښودلې ده. دراني ويلي چې داعش ډله په افغانستان کې ورځ تر بلې غښتلي کيږي او اوس سیمې او نړۍ لپاره په یو لوی ګواښ بدل شوی. د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي همداراز ټينګار کړی چې نړیوال باید افغانستان په دقت سره وڅاري او کنه «د نړېوالو نه پاملرنه» به افغانستان کې هغه شرایط برابر کړي چې په ۲۰۰۱ کال کې د همدغو ترهګریزو شرایطو له کبله د سپټمبر ۱۱مه پېښه وشوه.
دا په داسې حال کې دي چې د ملګرو ملتونو سازمان هم په ورستیوکې ویلي چې داعش ډله په افغانستان کې غښتلې شوې خو طالبانو په غبرګون کې تل ټينګار کړی چې دا خبرې یوازې داعش لپاره تبلیغات دي او دغه ډله په افغانستان کې سخت ځپل شوې ده.