د اروپايي ټولنې استازې په کابل کې د طالبانو له چارواکو سره په لیدنه کې ویلي دي چې دوی به د دوحې درېیمې ناستې د ژمنو عملي کولو په برخه کې هڅې وکړي.
طرز پرېس: د طالبانو تر کنترول لاندې د ارګ رسمي پاڼې ولیکل چې د طالبانو د لومړي وزیر سیاسي مرستیال عبدالکبیر پرون د اګست ۲۰ مه نېټه، د اروپايي ټولنې له استازې مېرمن رافېلا یوديچي سره د مخه ښې کتنې لپاره کتلي دي. ارګ د عبدالکبیر له قوله ویلي چې د طالبانو دریځ د «تعامل، متقابل احترام او همکارۍ» پر بنسټ ولاړ دی.
د ارګ پاڼې د اروپایي اتحادیې د استازي له قوله هم لیکلي چې دغه اتحادیه به د دوحې درېیمې ناستې ژمنو د عملي کېدو لپاره هڅه وکړي. د دوحې درېیمې ناستې اجنډا پر دې تمرکز کوي چې له طالبانو سره د خبرو او تعامل لپاره یوه پلتفورم جوړه کړي، او همدارنګه د افغانستان لپاره د نړیوالې ټولنې اقتصادي ملاتړ د دغو ژمنو یوه بله برخه ګنل کیږي.
اروپایي هېوادونه طالبان په رسمیت نه پېژني، خو په تېرو درېو کلونو کې یې هڅه کړې چې له طالبانو سره خپلې اړیکې وساتي. څو ورځې مخکې د آلمان د بهرنیو چارو وزیرې پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ دریم کال ته په غبرګون کې وویل چې له نړیوالې ټولنې سره د یوځای کېدو چانس نشته، مګر داچې طالبان خپلو نړیوالې ژمنې پوره نه کړي.
اروپايي ټولنه: موږ د دوحې د ژمنو عملي کولو په برخه کې هڅې کوو
طرز پرس
1 سنبله 1403