د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارد بنټ، د طالبانو وروستي اقدام چې ده ته یې په افغانستان کې د سفر اجازه نه ده ورکړې، د طالبانو «شاتګ» بللی او خبرداری یې ورکړی چې دا اقدام به د طالبانو او نړیوالې ټولنې ترمنځ د تعامل په اړه د اندېښنې وړ پیغامونه ولري.
طرز پرس: ریچارد بنت نن چهارشنبه، د اګست ۲۱مه، په یوه رسمي اعلامیه کې ویلي چې هغه تل په شفاف ډول د افغانستان د بشري حقونو وضعیت ارزولی دی. ښاغلي بنت زیاته کړې، که چېرې د نظر اختلاف موجود وي، نو خبرې اترې او مذاکره کولای شي چې د یوې رغوونکې حل لارې په توګه عمل وکړي. هغه په دې اعلامیه کې ټینګار کړی «له طالبانو غواړم چې خپله پرېکړه بدله کړي او خپل چمتووالی د افغانستان د سفر لپاره بیا اعلانوم.»
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پرون اعلان وکړ چې ریچارد بنت ته به نور اجازه ورنه کړل شي چې افغانستان ته سفر وکړي، د دې لپاره چې هغه د افغانستان په اړه "ناسم" راپورونه وړاندې کړي دي. دا په داسې حال کې ده چې ریچارد بنت تل د طالبانو تر واک لاندې د بشري حقونو د وضعیت په اړه نیوکه کړې او ویلي یې دي چې طالبان د افغانستان د خلکو، په ځانګړې توګه د ښځو، بشري او انساني حقونه تر پښو لاندې کوي.