" >

افغانستان

BB1kCw01.jpeg

پینتاګون: طالبان له امریکا سره د داعش پر وړاندې مبارزه کې همکار نه دي

پنټاګون اعلان کړی چې امریکا متحده ایالات د داعش ترهګرې ډلې پر وړاندې مبارزې لپاره یو نړیوال ائتلاف لري، خو طالبان د دې ائتلاف برخه نه دي.
thumbs_b_c_f892017b6a0d8afe27448c086d21ce6f.jpg

آلمان: له افراطي طالبانو سره هېڅ ډول اړیکه ممکنه نه ده

د آلمان د بهرنیو چارو وزارت د طالبانو د امر بالمعروف او نهي عن المنکر پر قانون کلکه نیوکه کړې او ویلي یې دي چې له دې «افراطي ډلې سره هېڅ ډول اړیکه ممکنه نه ده.»
190117-845079.jpg

د افغانستان له فضا څخه د نړیوالو پروازونو بې ساري زیاتوالی

رویټرز په یوه راپور کې ویلي چې په سیمه کې د وروستي کړکېج له کبله، د افغانستان له فضا څخه د نړېوالو پروازونو شمېر په بېساري کچه زیات شوي او نړیوال هوايي چلند اداره د افغانستان فضا یوه خوندي لاره ارزولې ده.
تخریب-جاده-ها.jpeg

چاودنې په ننګرهار کې د یوې مدرسې پنځه زده کوونکي او د هغوی یو مدرس وژلي دي

له ننګرهار څخه ځايي سرچینې طرز پرس ته وایي چې پنځه کوچني ماشومان چې د یوې مدرسې زده کوونکي وو له خپل مدرس سره یو ځای په چاودنه کې وژل شوي دي.
617c2dd0-7483-11ee-8139-61b1db4c8e2f.jpg

اروپايي ټولنه: موږ د دوحې د ژمنو عملي کولو په برخه کې هڅې کوو

د اروپايي ټولنې استازې په کابل کې د طالبانو له چارواکو سره په لیدنه کې ویلي دي چې دوی به د دوحې درېیمې ناستې د ژمنو عملي کولو په برخه کې هڅې وکړي.
richard-benet-850x531.jpg

ریچارد بنت: افغانستان ته زما پر سفر بندیز د طالبانو شاتګ دی او د اندېښنې وړ پیغام لري

د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارد بنت، د طالبانو وروستی اقدام چې افغانستان ته یې پر سفر بندیز لګولی، ویلي چې دا د طالبانو یو ګام "شاتګ" دی او خبرداری یې ورکړی چې دا اقدام به د طالبانو او ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې ترمنځ د تعامل په اړه د اندېښنې وړ پیغامونه ولري.
fe83394d-2558-4ed6-abc4-6a35ea1ad1c6.jpeg

د امربالمعروف قانون نافذ او د «فتنې له وېرې» د ښځو مخ پټول پکې لازمي یاد شوي

طالبانو د امربالمعروف او نهی عن‌المنکر قانون نافذ کړی او په دغه قانون کې د ښځې د «ټول بدن پوښښ لازمي او مخ پټول په کې» ضروري ویل شوي دي.
6275159F-4400-4BBC-B367-CE536F45559C_w1200_r1.jpg

ایران او طالبانو د معتادينو درملنې په اړه هوکړې ته رسېدلي دي

ایراني رسنیو د دې هیواد د چارواکو په حواله راپور ورکړی چې ایران او طالبان د مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې او په ځانګړي ډول د معتادینو د درملنې په برخه کې هوکړې ته رسیدلي دي.
n00173112-b.jpg

طالبانو افغانستان ته د ریچارد بنت پر سفر بندیز لګولی

طالبانو ریچارد بېنېت، چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ځانګړی راپور ورکوونکی دی، کابل ته له راتګ څخه منع کړی او ویلي یې دي چې هغه د افغانستان په اړه ناسم راپورونه وړاندې کړي دي.
download.jpeg

فليپين د امريکا ویزې متقاضي افغان پناه غوښتونکي مني

د فلیپین حکومت اعلان کړی چې د امريکا ویزې متقاضي افغان پناه‌غوښتونکي په عاجل ډول مني او د امریکا متحده ایالات لخوا د دوی د استوګنې، امنیت، طبي خدماتو او ترانسپورت اړوند لګښتونه ورکول کيږي.