د کاناډا د بهرنیو چارو وزيره: تر هغو چې افغانې ښځې آزادي نه وي ترلاسه کړي، غلي نه کېنو

ترانه سپاهي

طرز پرس

5 میزان 1403

۹۹۹۹۹۹.jpeg

طرز پرس: د کاناډا د بهرنیو چارو وزارت وایي، تر هغو چې افغانې ښځې آزادي نه وي ترلاسه کړي او عدالت په افغانستان کې نه وي ټینګ شوی، غلي به پاتې نه شي.
د کاناډا د بهرنیو چارو وزیره، ملاني جولي، نن پنجشنبه «د تلي ۵مه» په خپله اکس «پخواني ټویټر» پاڼه کې لیکلي چې هېواد به یې په قاطع ډول د افغانستان د ښځو او نجونو ملاتړ وکړي. د کاناډا دغې لوړپوړې چارواکې، د خپل هېواد په ګډون د هالند، آلمان، او اسټرالیا هېوادونو وروستي اقدام ته په اشارې سره ويلي چې طالبان له نړیوالو قوانینو سرغړونه کوي او اړتیا وه چې همداسې یو مضبوط اقدام یې پر وړاندې شوي وای.
دا په داسې حال کې ده چې د چهارشنبې په ورځ د کاناډا په ګډون آلمان، اسټرالیا او هالند هېوادونو په یوه ګډه اعلامیه کې وغوښتل چې طالبان باید ډېر ژر د افغانو ښځو پر وړاندې له زورزیاتی او د هغوی د انساني حقونو له نقض څخه لاس په سر شي. دغو څلورو هېوادونو طالبانو ته ګواښ وکړ چې په نړېواله محکمه کې به د دوی له لاسه شکایت وکړي.
د دې خبرپاڼې په اساس، د طالبانو احکام او فرمانونه په سیسټماتیک ډول، افغانې ښځې او نجونې له ټولنیز ژوند څخه محرومې کړي دي.