د پاکستاني پوځيانو او طالبانو ترمنځ په نښته کې دوه طالب سرتيري وژل شوي او دوه نور ټپیان دي

طرز پرس

8 میزان 1403

pakistan-has-learnt-lesson-after-surgical-strike-india-1513928184-1511.jpg

طرز پرس: د ننګرهار په ګوشتې ولسوالۍ کې د پاکستان او طالبانو پوله ساتو ځواکونو ترمنځ په نښته کې دوه طالب سرتېري وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.
د ننګرهار له ګوشتې ولسوالۍ څخه ځايي سرچینې نن د یکشنبې په ورځ، طرز پرس ته وویل چې د پاکستاني پوځيانو او طالبانو ترمنځ دا نښته تېره ورځ له غرمې وروسته پیل شوې وه. دغه سرچینه چې د دواړو لوریو ترمنځ نښته یې څارلې وايي، د طالبانو په لیکو کې دوه کسان وژل شوي او دوه نور ټپيان یې هم لېدلي دي.
په خواله رسنیو کې له دغه جګړې څخه په خپرو شویو وېډيوګانو کې ښکاري چې د دواړو لوریو ترمنځ درنې وسلې هم کارول شوي دي.
طالبانو تر اوسه په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ویلي او پاکستاني لوري ته هم د اوښتو تلفاتو په اړه لا تراوسه معلومات نه دي خپاره شوي.