اسوشیټد پرس: له ۲۰ ډېرو هېوادونو نړېوالې محکمې ته د طالبانو له را کشولو ملاتړ وکړ

طرز پرس

5 میزان 1403

zanan2.jpg

طرز پرس: اسوشټيد پرس راپور ورکړی چې له ۲۰ څخه زیاتو هېوادونو نړیوالې محکمې ته د طالبانو د راکشولو له طرحې ملاتړ کړی او ویلي یې دي چې طالبان د افغانستان د قانوني مشرانو په توګه په رسميت نه پېژني.
تر دې یوه ورځ مخکې، آلمان، اسټرالیا، کاناډا او هالند په یوه ګډه اعلامیه کې خبرداری ورکړ چې د ښځو ضد سیاستونو له کبله به له طالبانو څخه نړیوالې محکمې ته شکایت وکړي. دې څلورو هېوادونو ټینګار کړی چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې تبعیض او د هغوی د حقونو نقض باید ژر تر ژره ودرول شي.
اسوشیټد پرس د پنجشنبې په ورځ، د سپټمبر په ۲۶مه، لیکلي چې اوس په نړۍ کې له ۲۰ څخه زیاتو هېوادونه له دې طرحې ملاتړ کوي او د طالبانو د محاکمه کولو لپاره په یو واحد صف کې ولاړ دي.