د بشري حقونو څار: د طالبانو محاکمه کول د عدالت د پلي کېدو پیلامه ده

طرز پرس

5 میزان 1403

5d040506-7b62-4b57-b4ac-96e48eef28c1.jpg

طرز پرس: د بشري حقونو د څار سازمان د نړیوالو هېوادونو هغه اقدام چې غواړي طالبان نړیوالې محکمې ته راکش کړي، د عدالت د پلي کېدو پیلامه بللې ده.
د غه څرګندونې د بشري حقونو په څار سازمان کې د افغانستان برخې څېړونکې فرشته عباسي تېره ورځ خپل پر ایکس پاڼه مطرح کړې ده. مېرمن عباسي ويلي چې دا پرېکړه په نړیواله محکمه کې د عدالت د پلي کېدو لامل کېدای شي. تېره ورځ، آلمان، اسټرالیا، کاناډا او هالند هېوادونو پرېکړه کړې وه چې د افغانو ښځو پر وړاندې د تبعیضي چلند او له نړیوالو قوانینو څخه د سرغړونې په خاطر، غواړي طالبان نړېوالې محکمې ته را کش کړي. تر دغه پریکړې وروسته اسوشتیډ پرس خبر ورکړ چې له دغې طرحې د نړۍ شلو هېوادونو ملاتړ کړی او د طالبانو د محاکمې غوښتنه کړې ده.