د طالبانو یو ځایي قوماندان نیک محمد تورابی په پکتیکا کې وژل شوی

ترانه سپاهي

طرز پرس

9 میزان 1403

7ec1953b-bf9f-4eb2-84a4-11b49c575433.jpg

طرز پرس: سیمه ییزو سرچینو طرز پرس ته تایید کړې چې ناڅرګندو وسله والو د یکشنبې په شپه، د تلې ۸مه، د نیک محمد تورابی په نوم د طالبانو یو ځایي قوماندان په پکتیکا کې په ډزو وژلی دی.
ځایي سرچینې وایي چې دا پېښه د برمل په ولسوالۍ کې رامنځته شوې او ښاغلی تورابي د برمل د امنیې قوماندانۍ په چوکاټ کې رسمي دنده لرله. د دې ځایي قوماندان د وژنې دلیل لا څرګنده نه ده، او تر اوسه چا یا کومې ډلې د دې پېښې مسئولیت نه دی منلی. طالبانو هم تر اوسه په رسمي ډول د دې ځایي قوماندان د وژل کېدو په اړه څه نه دي ویلي.